کومي سترګي چي مي زړه په يو نظر وړي هغه سترګي رانه غوښي د زيګر وړې
عاشقي په تمامي دنيا کي دود دې غماز راشي رانه مينه د دلبر وړې
زه په مينه کي د سرو مال نه تير يم پدي خوښ يم چي په مينه کي مي سر وړې
دا به خوب که تصور که حقيقت وي چي اغيار رانه په بډه زور او زر وړي
خوب کي وينم چي ياجوج ماجوج لګيا دي په تيرو نوکو کي سر سکندر وړي
رقيب راشي په مکاره خوله مي ورورکړي په ورورۍ کي مي د لاسه نه خنجر وړي
سومنات د غزنوي په لاس نسکور شي سره طلا تري بيا بلا د سمندر وړي
طوفاني سيلۍ راوالوزي جهان کي انسانانو سره يو ځاي سمه او غر وړي
ګيدړان کلي کي ډلي ډلي ګرځي د بامونو نه چرګوړي مازيګر وړي
ددي خوب تعبير له کوم ملا له ورشم ملا خپله جنازه د پيغمبر وړي
يا به تندر يا ګلي يا به جاکړوي توره وريځه چي د شنه اسمانه لمر وړي
تندري ګلي چه اوري په کونړ کي سيلابونه به ئي خپله پيښور وړي
حيدري د ظلم زور په دي دنيا کي د کمزورو غوښي خوله کي زورور وړي
عبد القدوس حيدري
24.05.2010
- منیب الله فضلي
زمونږ د ملت کړيدلي انځور
زمونږ ګران او عزيز ملت درواني هجري لمريزي پيړۍ د څو لسيزو را پديخوا د جګړي د اور په لمبو کي سوځي لومړي روسانو ددوي په مقدس حريم او خپلواکي بريد وکړ تقريبا ددوي يو نيم مليون بچيان ئي په شهادت ورسول او همدي شميرته نژدي ئي معيوب او معلول کړل او بي شميره ميرمني ئي کونډي رنډي کړلې او نږدي پنځه ميليونه اوسيدونکي ئي د خپل هيواد پريـښدولو ته اړکړل اوپه بهرني او ګاونديو هيوادونو کي پر ميشته کيدو مجبور شول د هيواد دوه پر دري برخي کورون...
25.05.2010
- منیب الله فضلي
اروپايي تمدن د نن او پرون په هنداره کي
که لږ هم د عدل او انصاف په نظر د تاريخ پاڼو ته ځير شو نودننۍ اروپا چي ځان په نړۍ کي د ترقۍ او تمدن علمبردار بولي او پدي هکله دهيچا د اقدارو او حيثيت قايل نده، اصلي حقيقت به ئي راڅرګندشي چي ايا اروپا له پخوا څخه د ساينس او ټکنالوجي په ډګر کي همداسي پرمخ تللي وه لکه چي نن ده او که نه پخواني حالت ئي له اوسني حالت سره بشپړ توفير لري. نوله دي امله که داروپا په پخواني حالت يو زغلنده نظر وکړو نودا حقيقت پ...