زمونږ د ملت کړيدلي انځور

زمونږ ګران او عزيز ملت درواني هجري لمريزي پيړۍ د څو لسيزو را پديخوا د جګړي د اور په لمبو کي سوځي لومړي روسانو ددوي په مقدس حريم او خپلواکي بريد وکړ تقريبا ددوي يو نيم مليون بچيان ئي په شهادت ورسول او همدي شميرته نژدي ئي معيوب او معلول کړل او بي شميره ميرمني ئي کونډي رنډي کړلې او نږدي پنځه ميليونه اوسيدونکي ئي د خپل هيواد پريـښدولو ته اړکړل اوپه بهرني او ګاونديو هيوادونو کي پر ميشته کيدو مجبور شول د هيواد دوه پر دري برخي کورونه، کلي اوښارونه ئي ړنګ او له خاورو سره برابر شول. زراعتي او کښت لرونکي ځمکي ئي ويجاړي شوي او پردشتو او بيدياوي تبديلي شوي روسانو اود هغوي مزدورانو چي خلکو ته د کور، کاليو او ډوډي د تهيه کولو شعار زمزمه کاوه د هيواد اوسيدنکو ته ئي د ډوډۍ پر ځاي بم او باروت اود کاليو پر ځاي کفن اود کور پرځاي ګور په بدل کي ورکړل کله چي ددي ملت د بچيانو د بي امانه او بي دريغه مقاومت سرښندفو او قربانيو په نتيجه کي روسان وتلو ته اړشول اود افغانستان سپيڅلي خاوره د هغوي د ناپاکه قدمونو د خبث او چټليو څخه پاکه شوه نوددوهم ځل لپاره ددي قهرمان او اتل ملت بچيان د پرديو او مغرضو پلوونو په لمسون کورني جګړي ته ننوتل چي پدي جګړي کي هم ډير ځاني او مالي تاوانونه دوي ته ورسيدل او هم ددوي هغه تر لاسه کړي فوق العاده اعتبار شديده ضربه وخوړه کومه چي ئي د نړيوالو پهوړاندي د جهاد په دور کي تر لاسه کړي وه دوي د نړيوالو په سترګو او انظارو کي سپک معلوم شول اود هر چاله نظره پريوتل بيا کله چي ددريم ځل لپاره امريکايانو زمونږ هيواد تر خپل يرغل لاندي راوست نوپدي يرغل سره ځمونږ د هيوادوالو د دريمي اغيزي لړي پيل شوه چي ترنن ورځي پوري روانه ده ددي يرغل په نتيجه کي بي شميره بيګناه خلک د امريکايانو د الوتکو د بمبار په وسيله په شهادت ورسيدل کورونه او کلي وران شول بئ شميره کورني يا د هيواد دننه يا بهر ته په هجرت کولو مجبوري شوي ګڼ شمير کسان دالقاعدي يا طالبانو د تحريک سره د ارتباط لرلو په تور د ګوانتانامو د زندان په پنجروکي زنداني شول او يو شمير نورئي د افغانستان په دننه کي او يا نورو هيوادونو کي د جوړشوو زندانونو دتورو تنبو شاته په ډيري بيرحمي وغورزول شول او هم د کتني وړ بل شمير ئي د امريکائي محققينو د تحقيق او استنطاق په دوران کي د سختو سکنجو او تعذيب له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ او خپل ارواح ئي د ارواحو خالق ته وسپارل پدي زندانونو کي د افغاني زندانيانو په لويه پيمانه بي عفتي وشوه او افغاني غيرت او همت ئي تر سوال او پوښتني لاندي راوستل شو پدي شپږ کلنه دوره کي دټولو وسيعو او فراخو تبليغاتو سره سره هيڅ کوم دکتني وړ دترقي کار ندي انجام شوي هيواد هماغسي وران او ويجاړ دي فقر او بيچاره ګي پر خلکو حکومت کوي د خلکو د ژوند سطحه ورځ په ورځ دټيټوالي په لوري روانه ده په ټولنه کي طبقاتي نظام حکمفرمادي فقير ورځ په ورځ دمزيد فقر د بټي په اور کي سوځي او پانګه وال دخپلي پانګي د لا زياتولو د مسابقي ميدان ګرم کړيدي په حکومتي ادارو کي په بيدريغه کچه اداري فساد روان دي چي ساري ئي د افغانستان په تاريخ کي نه ليدل کيږي د بلي خوا دنظام مخالفين په خپلو کورکورانه عملياتو سره هم بيګناه ولسي خلک د خپلو عملياتو هدف او نښانه ګرځوي پړله ناپړ څخه نه جلا کوي اووچ او لاندي سره يو ځاي سرځوي او حتى ددوي استشهادي عملياتو کيهم زياتره قربانيان ولسي خلک وي الله جل جلاله پوهيږي چي ددي تراژيدي لړئ به ترڅه وخته پوري روانه وي اودي غميزي ته به څه وخت د پاي ټکي کيښودل کيږي الله جل جلاله دي پدي کړيدلي اورنځيدلي ملت رحم وکړي او په خپل غيبي فضل اونصرت سره دي ددوي ستونزو او نا خوالو ته د پاي ټکي کيږدي.

 آمين يا رب العالمين.

ترتيب کونکي :- رضا‌ءالله فريادي