قــــــــــــــــرآني پلوشي
ترتيب: فـــــــــــــاروق صـــــــــــافـــــــــي
سورة فاتحة:
د سورت نومونه: ددي سورت ډير نومونه دي لکه علامه قرطبي او نورو مفسرينو (١١) نومونه ذکر کړيدي.
1- دي ته سورة الحمد وائي: دا له دي امله چي په دي کي د الحمد ذکر راغلي دي اودي ته تسميه د کل په اسم د جز وائي.
2- فاتحه ورته هم ويل کيږي ځکه چي په دي سره د قرآن شروع او پيل کيږي او دلمونځ افتتاح هم په دي سره کيږي، يا په بل عبارت داسي ئي وګڼه چي دا نوم د سريزي او د کلام د پيل غوندي معنا لري.
3- سورة الشفاء ورته ويل کيږي لکه ددارمي په حديث کي راغلي دي نبي صلى الله عليه وسلم فرمائي: فاتحة الکتاب شفاء من کل داء.
4- سورة الکافية ورته هم ويل کيږي ځکه ددي لوستل د نورو سورتونو په ځاي بس او کافي کيږي او نور سورتونه د سورة فاتحي په ځاي نه کافي کيږي.
5- ام الکتاب ورته وائي.
6- سبع المثاني ورته ويل کيږي، ځکه نبيu فرمائي: الحمد لله ام القرآن وام الکتاب وسبع المثاني.
7- سورة رقية ورته ويل کيږي ځکه نبي صلى الله عليه وسلم هغه صحابي ته ويلي ؤو چي هغه په دي سورة سره دم کړي ؤو (( ما ادراک انها رقية فقال يا رسول الله شئ القي في روعي )) ته څه پوهه شوي چي دادم دي، هغه ورته وويل اى د الله جل جلاله پيغمبره! داشي زما په فکر کي الله جل جلاله وغورځوه.))
8- سورة الوافية ورته ويل کيږي ځکه دا په لمانځه کي پوره ويل کيږي که نيمائي ولوستل شي نو لمونځ نه کيږي.
9- سورة الصلاة ورته وائي: ځکه په حديث کي راځي قسمت الصلاة بيني وبين عبدي نصفين.
10- سورة الکنز ورته وائي: لکه حديث قدسي دي الله جل جلاله وائي: الفاتحة کنز من کنوز عرشي.
11- اساس القرآن ورته وائي لکه ابن عباس ( رضي الله عنه ) فرمائي: اساس الکتا ب القرآن واساس القرآن الفاتحة: قرطبي ١ ټوک ١٣ مخ
د نازليدو زمانه او ځاي:
دا سورت د محمدي نبوت د لمړيو وختونو سورت دي چي په مکه کي نازل شويدي -٧- آيتونه -٢٧- کلمات او -١٤٠- حروف لري، په عثماني ترتيب سره لمړي اود نزول په اعتبار سره پنځم سورت دي چي د مدثر نه وروسته نازل شويدي د معتبرو رواياتو له مخي څرګنديږي چي له ټولو نه مخکي کوم بشپړ سورت چي په محمد ضلى الله عليه وسلم باندي نازل شو هغه همدا سورت دي له ده نه مخکي يواځي څه متفرق آيتونه نازل شوي ؤو چي په سورة علق، سورة مزمل، او سورة مدثر کي درج دي.
د سورت فاتحي شرافت:
١- امام دار قطني وائي: د نورو سورتونو په پرتله ددي سورت په باب په حديثو کي ډير زيات فضيلت راغلي دي نبي صلى الله عليه وسلم فرمائي: په تورات، انجيل، زبور ، او قران کي ددي پشان ښکلي او جامع سورت نه دي نازل شوي .
په صحيح بخاري کي د ابو سعيد په حديث کي راغلي دي نبي صلى الله عليه وسلم ورته وائي: ايا تاته په ټول قرآن کي د معنا په لحاظ ترټولو ستر سورت دروښايم نو ورته ئي وويل: الحمد لله رب العالمين : هي السبع المثاني والقرآن العظيم)
لنډيز:
1. دا څرګند حقيقت دي چي په قرآن کريم کي په شپږو سترو مضامينو بحث کيږي چي هغه شپږ مضامين دادي ( توحيد ، رسالت، احکام، قيامت، تخويف، بشارت ) خوشخبري اودي ټولو مضامينو ته په سورت فاتحه کي په لنډه توګه اشاره شويده مثلا : الحمد لله رب العالمين الرحمن الرحيم. په دي کي د توحيد ټولو اړونده قسمونوته اشاره ده، ( مالک يوم الدين) په دي کي قيامت او بعث بعد الموت ته نيوته شويده ((اهدنا الصراط المستقيم)) په دي کي احکامو ته اشاره ده ((صراط الذين انعمت عليهم)) په دي کي د رسالت او بشارت په لور لنډه اشاره ده، ((غير المغضوب عليهم والضالين)) په دي کي تخويف طرف ته اشاره ده.
2. ځينو نورو علماؤ اود تفسير پوهانو د فاتحي د سورت لنډيز په دي توګه بيان کړيدي، وائي: قرانکريم ټول پنځه برخي دي.
3. د بقري د سورت نه تر انعام پوري په دي کي زياتره د خالقيت بيان دي يعني د ټولو کائناتو پيداکونکي يواځي الله جل جلاله دي.
4. د انعام نه تر سورت کهف پوري په دي کي د ربوبيت بيان دي يعني د ټولو کائناتو پرورش کونکي يواځي الله جل جلاله .
5. د کهف نه تر سورت سبا پوري په دي کي د الله جل جلاله د سلطنت او بادشاهي بيان دي.
6. د سبانه تر حواميمو پوري په دي کي په قيامت کي د شفاعت قهري نفي شويده.
7. د حواميمو نه د قرآنکريم ترآخيره پوري په دي کي تخويف ويرول دي.
اود فاتحي په سورت کي دي ټولو ته پکښي اشاره شويده.
مثلا : په الحمدلله کي لمړي برخي ته اشاره شويده ځکه چي د الله جل جلاله نه مشهور وصف مراد دي چي خالق دي، په رب العالمين کي دوهمي برخي ته اشاره ده. په (( الرحمن الرحيم)) کي دريمي برخي ته اشاره ده ، په ((مالک يوم الدين )) سره څلورمي برخي ته اشاره ده، په ((غير المغضوب عليهم ولا الضالين)) کي پنځمي برخي ته اشاره ده، او(( اياک نعبد واياک نستعين)) په دي کي عاجزي او دعا ده، يعني هر کله چي پيداکونکي د ټولو کائناتو، مربي منتظم، اود قيامت خښتن يواځي الله جل جلاله شو نو معبود او مستعان هم رته د الله جل جلاله بل څوک نشته يعني په اصل کي داسورت يوه دعا ده چي الله جل جلاله هر هغه انسان ته ښودلي ده چي دهغه د کتاب په لوستلو پيل کوي د قرآن کريم په سرکي دي د ايښودلو مطلب دادي چي که تاسي په رښتيا سره له دي کتاب څخه استفاده کول غواړي نو لمړي د الله جل جلاله نه همدا دعا وغواړي.
فقهي څيړنه:
دا يو حقيقت دي چي په لمانځه کي د سورت فاتحي مساله د لمړي قرن نه تر اوسه پوري اختلافي راروانه ده چي ددواړو اړخونو په دي باب کتابونه هم ليکل شويدي نو هر کله چي دا ثابته شوه چي مسئله اختلافي ده نو داختلاف په صورت کي به د قران او سنت لوري ته رجوع کيدي شي اودا هم څرګنده ده چي د نبي صلى الله عليه وسلم نه په متواترو او بي شميره احاديثو کي دا ثابته ده چي څوک په لمانځه کي د فاتحي سورت ونه لولي نودهغه لمونځ نه کيږي، دا د رسول الله صلى الله عليه وسلم يو عمومي ارشاد دي، او دا خطاب او وينا نارينه زنانه، امام، مقتدي، او منفرد ټولو ته شامل دي خو ددي سره سره ځيني وروڼه وائي چي د امام نه روسته فاتحه لوستل نشته، ان تر دي چي ګناه ئي بولي او زياتوي: که چا ولوستله نو خوله به ئي داورنه ډکه شي، او حال دا چي د مقتدي په باره کي څرګنده او متواتر احاديث موجود دي، دمخالفينو سره په دي باب کي نور هيڅ نشته پرته له دي نه چي ځيني مردود روايات وړاندي کړي، اويا غير صريح چي د فاتحه خلف الامام سره ئي هيڅ اړه او تعلق نه وي پيش کوي او يا ځيني متناقض روايتونه ذکر کوي او يا د حديثو غلط او منحرف تاويلات کوي. په لمانځه کي د فاتحي د لوستلو په فرضيت باندي قرآني ايتونه بيشميره احاديث د صحابه کرامو اثار د تابعينو اثار، اود علماؤ وينا وي موجود دي، مونږ دلته لمړي د قرآنى ايتونو په استدلال سره يواځي دوه ايتونه راوړو لمړي قرانى دليل: (( ولقد اتيناک سبعا من المثاني والقران العظيم)) حجر (٦)
اى پيغمبره! يقينا مونږ تاته اوه ايتونه درکړي دي چي باربار لوستل کيږي او عظيم قرآن مونږ درکړي دي.
يه صحيح بخاري کي د ابو هريرة رضي الله عنه نه روايت وائي: ام القرآن دا اوه آيتونه دي چي باربارلوستل کيږي اوددي نه سورت فاتحه مراد ده، او بيا امام قتاده وائي: مونږ ته ويل شويدي چي د السبع المثاني نه مقصد سورت فاتحه ده چي په هر لمانځه کي او په هر رکعت د نفلو او فرضو کي باربار لوستل کيږي.
دوهم قرآني دليل: فرمائي: (( فاقرؤا ماتيسر من القرآن )) سورت مزمل (٧٣) د قرآن کريم نه چي کوم اسان وي هغه ولولي. د استدلال وجه ددي ايت نه داده چي دا ايت قطعي نص دي په لوستلو د قرات باندي چي ددي ناسخ هم نشته، اودا حکم مقتدي او امام دواړو ته شامل دي، لکه چي د نورالانوار مؤلف او هم د تلويح توضيح مؤلف ددي ايت اود (واذا قرئ القرآن فاستمعوا له وانصتوا) تعارض ذکر کړيدي اود تعارض په صورت کي به د رسول صلى الله عليه وسلم سنتو ته رجوع کيدلي شي نو څرګنده شوه چي په (فاقرؤا ما تيسر من القرآن ) کي چي څنګه منفرد ته خطاب دي نو همدا ډول مقتدي ته هم خطاب دي يعني څنګه چي د منفرد نه دقرائت تقاضا کوي نو همدغه ډول د مقتدي نه هم د قرائت تقاضا کوي.
د نبوي احاديثونه دليل:
امام بخاري، امام مسلم او نور محدثينو د عبادة بن صامت رضي الله عنه حديث را نقل کړيدي وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: د هغه شخص لمونځ نه کيږي چي د فاتحي سورت ونه لولي ددي حديث نه په ډاګه شوه چي پرته دفاتحي لوستلو نه لمونځ نه کيږي علامه کرماني ددي حديث په شرح کي فرمائي: دا حديث محکم دليل دي چي سورت فاتحه لوستل په ټولو لمونځونو کي په امام او مقتدي واجب ده.
دوهم دليل: امام مسلم د ابو هريرة t حديث نقل کړي دي وائي رسول الله صلى الله عليه وسلمفرمايلي ده چاچي په لمانځه کي د فاتحي سورت ونه لوسته نو لمونځ ئي نيمګړي دي پوره نه دي، د ابو هريرة رضي الله عنه نه خپل شاګرد پوښتنه وکړه که مونږ امام پسي ولاړ يو نو بيا به هم فاتحه لولو ابو هريرة رضي الله عنه ورته وويل: په کرار ئي د ځان سره لوله)اود سورت فاتحي دامام پسي لوستلو په باب د بيشميره صحابه کرامو اثار شته چي د هغوي د جملي نه عمر فاروق، علي بن ابي طالب، ابو هريرة ابو سعيد الخدري، جابربن عبد الله، عبدالله بن عباس، انس بن مالک، عبد الله بن عمر ابي بن کعب، عبد الله بن مسعود، او عائشة = رضي الله عنهم= اوداسي نورو نه دا ثابته ده چي په لمانځه کي د امام او مقتدي لپاره د فاتحي لوستل لازم ده او همدغه راز د زياتو تابعينو اثار او ويناوي په دي دلالت کوي چي د فاتحي لوستل د امام او هم د مقتدي لپاره په لمانځه کي يو ضروري امر دي.
بلکه شيخ ابو حامد الاسفرايني وائي: چي د فاتحي په فرضيت باندي د ټولو اصحابو اتفاق دي چي د مقتدي لپاره فاتحه لوستل فرض دي، امام ترمذي وائي زياتره اصحاب کرام ، اکثره تابعين او هم امام مالک ،امام احمد، امام شافعي اوامام اسحاق بن راهويه په قرائت خلف الامام باندي قائل او عمل کوونکي ؤو. پرته له دوي نه د امام ابو حنيفه د مذهب ستر علماء او پوهان هم د قرائت خلف الامام قائل دي لکه علامه ابي العز الحنفي، شاولي الله محدث دهلوي، علامه ابو الحسن السندي الحنفي، علامه شاه اسماعيل شهيد، ملا جيون، مشهور حنفي عالم چي په شيخ التسليم باندي شهرت لري، علامه عبد الباقي نقشبندي حنفي او علامه عبد الحي لکنوي حنفي ددي ټولو علماؤ نه په فاتحه خلف الامام باندي د ويلو ثبوتونه شته.