دهـــــشـت ګــــــردڅــــوک دى  ؟

ليکنه /  دکونډى ځوي

ددهشت ګردى کلمه دهرلوستونکي اونالوستونکي په ذهن کي ده ، خودمفهوم اخستني په لحاظ ترينه هرڅوک ځانته جلا مانا اوفهم اخلي . چه اصلي  مانا اومطلب يي : ورانول ، وژل  ، نارامي  راپيداکول اودخلکوترمنځ ويره ، بي ثباتي ايجادول اوبالاخره ديوسالم نظام اډانه له منځ وړل دى  . دپورتني متن په رڼاکي که دفلسطين پربي وزله مسلمان ملت باندى دغاصبواسرايلو جارحيت اوظلم ته زيرشو اوبل پلو  پر لبنان ، عراق ، افغانستان باندي فوځي يرغل اوتجاوز ته په ژور نظروګورو هرو مروبه دى نتيجي ته ورسيږو چه په ګرده نړي کي ترټولو ستردهشت ګرد ( بدمعاش  ) څوک دي ؟؟ څوک دي چه په رڼا ورځ دبي وزله ولسونو مالونه شتمني ، ځمکي غصبوي اود ( بي ، باون ) طيارو، کروزميزايلو په زور دفاحيشي  بشردوښمني ديموکراسي ترلمن اوعنوان  لاندي پرخلکو خپل فاسد نظرونه تحميله وي اودخپل ځان داسي تابع نوکران يي جوړه وي چه ددوي هري غوښتني ته پرته له ځنډه ( حاضريم منم صيب امر وکه جناب .. ! ) چه دومره په اخلاص ټټروهل اوسرخورول  په غاړه کي دغلامي په ځنځير پوره رضايت اوخوښي ده ، چه په حقيقت کي ددي ښکته دذلت رسواي شرميندګي بل ژوند نشته ، تل لپاره نامسلمانه ټولني ، مسلمانانو ته دشک په سترګه ګوري اوهرچيرته چه دتخريب او ورانکاري عمل ترسره شي پړه يي پر مسلمانانو اچوي  چه په اصل کي دغه ډول تخريبى اوترورستي  اعمال ، عامه وژني  داسلام له نظره مردود اومحکوم دي ، خوداهم بايد ناويلي پاتي نشي چه دغه چاودني اوانفجارونه ددوي د ناوړه پالسيو ، تګلارو اوظلمونو انعکاس اومحصول دي لکه چه هوښياران واي  (( چه څه کري هغه به ريبى ))  که څه هم ددوي راتلونکي پلانونه داسي بريښي چه د مسلماني ټولني دايره راتنګه اومحدوده کړي ترڅو په اساني سره وکولاي شي چه له نزدي څخه يي ښه څارنه وکړي اوپه همدي شکل ګرده اسلامي نړي په خپل کنترول اوګرفت کي راولي  ، ددي پلان اونقشي دعملي کيدو په منظورغواړي چه ديوشمير اسلامي هيوادونو پرخلاف اقتصادي پاندياني  ولګوي  راکړه ورکړه ورسره ختمه کړي ، سفارتي اړيکي ورپريکړي ،  اودچا پرخلاف به نظامي (جنګي ) قدم پورته کړي چه ژوندي نمونه يي پرعراق ، لبنان ،  افغانستان ، فوځي  تجاوز اوتياري دي ، ددوي ددغه نقشى له دايري څخه هيڅ يو مخلص مومن بهرندي   البته دچانوبت مخکي اودچا وروسته ، خومتاسفانه چه داسلامي دولتونو ولس مشران اوچارواکي په قدرت کي دپاتي کيدوپه منظورددوي هرډول مرستي اوهمکاري ته چمتودي ، ددهشت ګردي سره دجګړي ترعنوان لاندي مسلمانان لاس تړلي دويته سپاري  لکه چه د ګوانتانامو له بنده ازاد شوي شفيق ځدران دخپلونيولو کيسه داسي کوي :  (( دا زما دژوند يوه عجبيه ورځ وه لاس پښي مي تړلي په تذکيره کي ديومړي په څيرامريکاي فوځيانوته سپارل کيږم روښان فکره مسلمان مي مسيحي ديموکرات ته سپاري يو مومن مي يو منافق ته تسليموي ، امريکايانو ډيري چغي وهلي خوښي اونڅاي کوله له دوي سره سپيانوهم غپل مونږ يي په ډيربدحالت کي طياروته پورته کړو، هريو يي په کرسيو پوري په ځنځيرونو کلک وتړلو سرته مو امريکاي فوځيان ودريدل چه څوک به لږ وخوزيده نوپرسربه يي دسوکانو باران جوړشو دا لومړي ځل وو چى زه امريکايان په فوځي جاموکي وينم اوددوي دين ، مذهب ، اخلاق اوديموکراسى په خپلوسترګو ګورم ماګومان نه کوه چه امريکايان به دومره بداخلاقه اوحيواني صيفته وي اودومره به کم ظرفه اوبى زړه وي چه ديولاس پښى تړلي انسان دمعمولي خوځيدونه به هم ويريږي اوداسي وحشيانه عکس العمل به ښيى !! ))   حقيقت دادى چه کافردمسلمان دوست کيدلي نشي اونه ترينه راضي اوخوشاله کيږي ترڅو چه ددوي ددين اوغوښتنو تابع نشي لکه چه الله جل جلاله فرماي } ولن ترضى عنک اليهود ولا النصارى حتى تتبع ملتهم {  ژباړه : هيڅ کله له تا څخه يهود اونصارى نه راضي کيږي ترڅوچه ته دهغوي ددين پيروي ونه کړي . الله جل جلاله مومنان دکفارو ددوستي څخه منع کړيدي افسوس دهغه چاپه حال چه ددوي سره ددوستي په نامه مرسته اوهمکاري  کوي ، يهود اونصارى  په چل فريب درواغو ، خيانت اودمسلمانانوسره په دښمني کي  ستره سابقه لري ، اودمسلمانانوسره دشونډو دسر تشه خندا ددوي دګټوپوري تړلي ده ، داچي اوس په افغانستان کي دتالاشي په پلمه ، دخلکوعزتونه اومالونه لوټل کيږي  ، دالقاعده اوطالب په نوم د بيګناه خلکو تعذيبول تړل اوبالاخره د باګرام ، قندهار ،کيوبا په داسي تنګواوسپنيزوپنجروکي بندول، کورنه بمبارول چه پرته داسلام څخه بل جرم اوګناه نلري }ومانقموا منهم الا ان يومن بالله العزيزالحميد {  اخردبشردوستي له کلمي اومفهوم څخه خولږ شرم پکاردي  ته خوځان ته په نړيواله سطحه دبشردحقونوساتندويه او محافظ واي ،همديته دديموکراسۍ په قاموس کي بشردوستي واي؟ دا دومخيزه پالسي اوتګ لاره دکوم انصاف تقاضا ده چه ته په نړيواله سطحه ځان ته دبدمعاشي مشروع سند ورکوي دولتونه اوولسونه دخپل تسلط اواستعمارلاندي راولي ،  اوهرڅوک چه ستا دفکراوګټو سره توافق ونه ښاي ته يي بيا په يوعنوان اوبل عنوان ټکوي په يو نوم اوبل نوم  يي بدنامه وي ان تردي چه په  وژولو اونيولو يي هم  بريک نه نيسي ، ددهشت ګردي دله منځه وړلو په اړوندنړيوال کنفرانسونه دايره وي  اتحادي اودوستاني جوړه وي اوهمدا دى دژوند هڅه ده چه په دنياکي  دګوتو په شمير پاتي باشعوره مسلمانان څنګه په خپل ګرفت کي راولي ، اوڅه ډول  داسلام پالني جهادي روحيه په مسلمان ملت کي ختمه کړي، چه په حقيقت کي داکار هيڅ ممکن اوشوني ندي ولي چه دافرادو په وژلو ، تړلو سره داسلام پالني روحيه نشي ختميدي لکه چه الله جل جلاله فرماي }  انا نحن نزلنا الذکرى وانا له لحافظون { بيشکه مونږ قران  کريم نازل کړي اومونږ يي پخپله ساتنه کوو  . پديکي شک نشته چه داسلام پالني جهادي روحي اوفکر سرچينه قرانکريم اونبوي احاديث دي ، اوالله جل جلاله پخپله ددي ساتندويه اوحافظ دي کله چه ديو شي حفاظت اوساتنه الله جل جلاله کوي نوپرته له شکه  هيڅ يو قوت نشي کولي چه په کږو اوخيرنوسترګو ورته وګوري . داچى داسلام مبارک دين دالله جل جلاله له لوري دي اوالله جل جلاله يي پخپله حفاظت اوساتنه کوي ، اوپه پاي کي به نصرت اوبرياليتوب دالله جل جلاله ددين دواقعي بلندويانو په برخه وي اسلام دښمنه عناصر به ټول ددوي په مخکي سرټيټي خړي سترګي ولاړوي ،نو مسلمان له پکاردي چه دحالاتو په بدلون سره خپله حوصله اومورال دلاسه ورنکړي بلکي دحالتوتغيراوبدلون دالله جل جلاله له لوري يوه ازموينه وي چه پاک اونا پاک ، تور اوسپين سره بيلوي ، الله جل جلاله دي زمونږ ايمانونه قوي اومظبوط کړي .آمين .