د اسلامي شريعت مقاصد

پوهاند / عبدالله  ( حاتم )

حاجيات: هغه شيان دي چي انسانان هغي ته د اسانتيا او پراختياله کبله اړ او محتاج دي او دوي ته د ژوندانه د بار او تکليف دوړلو او تحمل توفيق او طاقت ورکوي، خوکه له منځه ولاړشي د هغوي د ژوند انه نظام نه ورانيږي او نه هم ګډوډي او انارشي رامنځ ته کيږي کوم چي د ضروري په نشتوالي کي صورت مومي لکن د حرج او تنګيا سره مخامخ کيږي او په عمومي ډول حاجيات هغه احکامو ته ويل کيږي چي د انسانانو څخه سختي او حرج لري کوي اود تکليف د پيټي او بارئي  هغوي ته د معاملاتو او راکړي ورکړي لارى چارىاسانوي د اسلام مقدس دين د عباداتو معاملاتو او عقوباتو په مختلفو بابونو کي يو لړ احکام وضع کړيدي چي مقصد او غرض ئي د خلکو اسانتيا اود تکليف کموالي دي په عباداتو کي ئي د مکلفينو څخه د تکليف د کموالي او اسانتيا په مقصد د عزيمت په ځاي چي په هغي کي تکليف زيات دي رخصت راوستي دي د مثال په ډول د روژي په مياشت کي ئي ناروغ او مسافرته د روژه نيول روا کړيدي او دغه راز ئي مسافر ته د څلور رکعته لمانځه پر ځاي ددوه رکعته لمونځ کولو اجازه ورکړيده اود قيام څخه عاجز او کمزوري ته ئي په ناسته لمونځ روا ګرځولي دي او هغه چاته چه او به پيدا نه کړي او يا ئي د کوم شرعي عذر په درلودلو له استعمال څخه عاجز وي تيمم روا کړيدي. او په کشتي او جهاز کي ئي چه کله د د کشتي او جهاز لوري له قبلي څخه بل لوري ته بدل شي لمونځ روا ګرځولي دي که څه هم شروع ئي په لمانځه کي قبلي ته کړي وي. او داسي نور ډير احکام چه د رخصت په ډول له خلکو څخه د تکليف د کموالي او اسانتيا په مقصد په عباداتو کي روا شويدي په معاملاتو کي ډير عقود او تصرفات دخلکو د حاجت  له کبله د رخصت په ډول روا ګرځولي شوي دي ولو که قياس اود عقودو د عمومي قاعدو سره هيڅ سمون نه خوري بلکه له هغوي سره مخالفت لري د مثال په ډول: سلم، استصناع، مزارعت، مساقات او داسي نور چي دخلکو د عرف او حاجت له مخي خلاف القياس روا شوي دي اود عقودو د عمومي قواعدو سره هم مخالفت لري دغه راز طلاق د حاجت په وخت کي که څه هم د يو شرعي عقد ړنګول اود خپل کورورانول دي روا شوي دي. د ښکار شوي څيز اود سمندر د ميتي خوړلو ته په همدي خاطر جواز ورکړل شوي دي حتى تردي چي شرعا حاجات د محظوراتو په اباحت او روا والي کي د ضرورياتو په شان ګرځول شوي دي د عقوباتو په باب کي په خطاء قتل کي د قاتل څخه د تخفيف او اسانتيا په مقصد ديت د هغه په عاقله راوستل شويدي او په شبه باندي د حد ردول او ساقطول دغه راز په عمدي قتل کي د مقتول دولي او وارث لخوا د قاتل د قصاص څخه تيريدل او هغه ته عفو کول په همدي مقصد او غرض روا شوي دي.

دريم تحسينيات: هغه شيان دي چي مروءت، ښه اخلاق او ادب د هغي غوښتنه او تقاضا کوي او که له منځه ولاړ شي د خلکو د ژوندانه نظام نه ورانيږي لکه د ضروري په نشتوالي کي چي ګډوډيږي او نه هغوي د تکليف او ربړ سره مخامخ کيږي لکه چي د حاجي په نشتوالي کي ورسره مخامخ کيږي لکن عقل مندو او سليم فطرت خاوندانو په نظر او تقدير کي د هغوي ژوندئي خونده او د ښو اخلاقو منافي ښکاري د پورتني توضيحاتو په رڼا کي څرګنده شوه چي د احکامو د وضعي او تشريع څخه د اسلامي شريعت عرض او مقصد د خلکو د ضرورياتو، حاجياتو او تحسينياتو تامين او ساتنه ده اودادري واړه څيزونه ددوي ګټي او ښيګڼي دي او بس خو دلته دموضوع دلا روښانتيا او تکميل په خاطر غواړم هغه احکامو ته چي د دغو دري واړو مکملات ګڼل کيږي هم په لنډ ډول اشاره وکړم.

اول. ضروريات: په ضرورياتو کي چي کله وايو ددين د حفظ او ساتني لپاره لمونځ فرض شوي دي نو لمانځه د کاملي او پوره ادائي بايد په جماعت او اعلان ئي په اذان سره وشي ترڅو ددين اظهار او اقامة د هغي د شعائرو په اظهار او ټولنيز شکل په مکمله توګه تر سره شي. دغه شان کله چي د نفس د ساتني لپاره قصاص لازم شو نود قصاص په اخستلو کي بايد د زيادت څخه کار وانه خسيتل شي او تمائل او مساوات په کامل شکل بايد په هغي کي رعايت شي ترڅو د قصاص غرض او مقصد چي دامن تامين دي په پوره او مکمل ډول لاس ته راشي اود نوري دشمني او بغض اورته لمن ونه وهل شي ځکه په قصاص کي په بي رحمانه شکل د قاتل وژل د نورو وينو تويولو سبب ګرځي اودمقصود چي امن دي نقيض منځ ته راځي، دغه راز کله چي زنا د عرض او نسل د ساتني په منظور حرامه شوه د بيګانه ښځي سره په ځانله ځاي کي يواځي ناسته هم د سدا للذريعه په خاطر حرامه ده همدا شان چي شراب د عقل د حفظ او ساتني له کبله حرام وګرځيدل نولږه اندازه ئي ولو که څوک نشرهم نه کړيشي حرام دي، او هر هغه څه چي واجب دهغي پرته سرته نه رسيږي واجب وګڼل شول او هغه څه چي ممنوع او محظور عمل ته انسان راکاږي هم ممنوع اومحظور دي دغه راز کهل چي نکاح د توالد او تناسل اود انساني نسل د بقاء په خاطر روا وګرځيد د ميړه او مانديني ترمنځ کفاءت د نکاح له پاره شرط دګرځول شو تر ځو د دواړو ترمنځ د ښه ژوندانه اودوامداره نکاح لاره په ډيره ښه توګه برابره شي. د اسلام مقدس دين لکه د حاجياتو په شان د عباداتو، معاملاتو او عقوباتو په مختلفو فصلونو او بابونو کي داسي احکام  وضع کړيدي چي مقصد اوعرض ئي د همدغي اخلاقو، ادانو او مروءت تحقق او تامين دي اوخلک د ښو عاداتو سره عادي کول او هغوي ښي او سمي لاري ته رهنمائي کول دي د مثال په ډول په عباداتو کي د جامو، بدن، او ځاي پاکوالي او همدارنګه ددعوت پټوالي د پليتو او نجس څيزونو څخه ځان ژغورنه او جومات ته د تللو په وخت کي د ښو او پاکوجامو اغوښتل، نفلي لمونځ، روژه او صدقه د تحسيني کارونو له جملي څخه شميرل کيږي اود هر عبادت دارکانو او شرائطو ترڅنګ يو لړ ادايو په رعايت امر شويدي چي مقصد ئي د ښو عاداتو سره خلک عادي کول او اشنا کول دي.

په معاملاتو کي ټګي، غولونه او اسراف ئي حرام ګرځولي دي دغه راز ئي په نجسو او مضرو شيانو کي معامله حرامه ګړيده اودبل چاپه بيع باندي بيع کول اود قافلي مخي ته د نورو خلکو څخه د څه اخستلو په نيت لمړي وتلل اود اجناسو قيمت او نرخ د مخه ټاکل ئي منع کړيدي اوهمدا رنګه نور کارونه چه رعايت ئي د خلکو معاملو ته رونق او ښائست وربښي يا منع کړيدي پائي ورباندي امر کړيدي په عقوباتو کي ئي ځيني کارونه حرام کړيدي لکه په جهاد کي د راهبانو،کوچنيانو اوښځو وژل، د مړي مثله کول يعني د هغي د بدن د غړو لکه پوزه غوږ او داسي نورو پريکول او د بي وسلي او غير جنګي سړي وژل، د مړي او ژوندي انسان سوځول.

نو څرګنده شوه هغه احکام چي د ضرورياتو د حفاظف اوساتني په خاطر وضع شوي دي هغه د نورو احکامو په ذريعه تکميل او پوره کيږي ترڅود شريعت مقصد په پوره او کامل ډول تحقق ومومي لدي امله دي ډول احکاموته د ضرورياتو مکملات ويل کيږي.

دوهم حاجيات: په حاجياتو کي چي کله شريعت ډول ډول معاملات لکه بيوع ، اجارى ، شرکتونه اومضاربت مشروع او روا وګرځول دغولوني ، جهالت ، دمعدوم شي خرڅ څخه په منع اونهى يي هغوى ښه پوره اومکمل کړي ، دغه رازيي دهغى شرطونو چى په عقدکي روا ياناروا دى په مکمل ډول بيان اوتشريح کړل اوداسي نوراحکام چى دهغه څخه مقصد دادى چى معاملات ددى جوګه وګرځوي چى دخلکو حاجت پوره کړي نه داچى دهغوي ترمنځ دخصومت کينى اوبغض سبب وګرځي ، پدى ځاي کي داهم معلومه شوه چى حاجيات هم لکه دضرورياتو مکملات لري .

دريم تحسينات : کله چى دتحسيناتو په شکل طهارت دعبادت شرط وګڼل شونوپه هغي کي ډيرڅيزونه مطلوب وګرځول شول ترڅو طهارت پوره اومکمل کړي دغه راز کله چى په شريعت کي دالله Y په لاره کي نفقه اوصدقه په تحسيني ډول ښه کاروبلل شودهغي ترڅنګ پدي امروشو چى نفقه بايد دحلال اوطيب مال څخه وي ترڅو دغه تحسينى کار په ښه مکمل طورسرته ورسيږي دلته هم ښکاره شوه چى تحسينات لکه دضرورياتواوحاجيات يولړتکميلونکي احکام لري چى هغي ته دتحسيناتومکملات ويل کيږي . دپورتني توضيحاتو په رڼاکي که څوک په عميقانه اومنصفانه ډول داسلامي شريعت احکاموته ښه ځيرشي اوهغي ته نظرواچوي پرته له کوم شک او ترددڅخه ايجاد ساتنه اوخوندى ساتل دي چى خلک هغوي ته ضرورت يا حاجت لري اويا تحسينى کاردي اويا ددي دري واړو څخه ديوه ساتندووي اومکمل دي ، دالله Y له حضورڅخه په ډيره عاجزي او زاري غوښتنه کوو چى دخپلو بندګانو په زړونو کي داعقيده ټينګه کړي چي دشريعت ټول احکام دخپلو ګټو او ښيګڼو لپاره وګڼي اوبيا هغوي ته په شريعت باندي دعمل توفيق ورکړي ( وانه على ذلک لقدير) .