د امريکا بهرنى سياست او نړيوال غبرګون
عبد السلام (وقاد)
نن سبا په نړيواله سطحه په خبري رسنيو کي کله ناکله داخبره د تودو بحثونو د محوري موضوع شکل غوره کوي چي امريکايان د دنياوالو او په ځانګړي ډول د اسلامي نړۍ په زړه کي د هغوي کړنو او تګلارو ته په کتو سره څومره ځائي لري؟ او بيا پدي اړوند د نړۍ بيلابيلي انجوګانو او موسسي سروي ګاني ترسره کوي چي په نړي واله کچه د امريکايانو د مقبوليت او نفرت دقيقه اندازه معلومه کړي خود پښتوهغه متل دي چي وائي چي : ( د چازور وي د هغه کور وي) يعني هغه څه چي ځواکمن ئي غواړي هماغه کيږي او هم درست بلل کيږي نوددي مثل په اساس امريکايان چي اوس مهال ځان د نړۍ زبرځواک بلي چي څه غواړي هماغه ترسره کيږي او هم ئي کړنو او تګلارو ته د نړۍ په ټولو سياسي او قانوني کړيو کي مشروعيت ورکول کيږي که څه هم په حقيقت کي هغه زور، زياتي، وحشت، اودنړيوالو نورمونو ترخپو لاندي کول وي او خپلو دغي کړنو ته بيا د ازادۍ جمهوريت، امنيت او نيکمرغۍ مزخرف لقبونه ورکوي خوولي داهم بايد په يادوي چي وائي ( ياري دزور خبره نده) يعني د امريکايانو دغه نارواوي درست بلل او بيا ورته په نړۍ والو ارګانونو کي قانوني حيثيت ورکول د خپل ځواک اود نورو د بي وزلۍ څخه د ناوړه استفادي پيداواردي خو ولي دا هر څه موقت او تر يو ټاکلي وخت پايئښت لري چي کله هم ئي زور پائي ته رسيږي نوبه ئي پائيلي هم ورسره سمدستي بدليږي او حقائق په خپل واقعي بڼه تبارز کوي.
نو همدا لامل دي چي پخپله د امريکي دننه د (Las Angeles) مشهوري ورځپاڼي دا ستونزه څيړلي ده چي ولي نړيوال غبرګون د امريکايانو په وړاندي مخ په زياتيدو دي؟
چي بيا خپله ورځپاڼي ورته په خپل اند او تحليل دري لاملونه په ګوته کړيدي.
لومړي: ددوي بهرنۍ تګلاره.
دوهم: د موجوده حکومت کړني.
دريم: ددوي ذهني رکود او انجماد همدا راز د ٢٠٠٧ د فروري په ١٦ نيټه د جرمني د (ميونيخ) په ښار کي د يوي غونډي پرمهال چي دنړي د امنيت په موخه جوړه شوي وه د روسيي جمهور رئيس (پوټين) پخپله بيانيه کي د امريکا په بهرني تګلاره سختي نيوکي وکړي او په زغرده ئي وويل چي د ١٩٩٠ څخه وړاندي چي کله په نړۍ کي دوه زبرځواکه وو امريکا او شوروي اتحاد نو د نړۍ امنيت تريو څه بريده متوازن او نورمال وو خولدغي څخه وروسته چي کله شوروي اتحاد ړنګ شونو امريکا په نړي کي د پوليس کردار ترسره کوي بي وزله قومونه زوروي اود تهديد لاندي ئي نيسي نو ځکه د نړۍ امنيت ورځ په ورځ له ګواښ سره مخ کيږي او نړۍ ئي د شپږ مليارده وګړو لپاره د جنګ په ډګر بدله کړيده نو که اروپا پدي اړوند د امريکي د ځواک ساحه ورلنډه نکړي نود دامنيت کچه به نوره هم په لوړيدوشي.
همداراز د (وينزويلا) جمهوررئيس (هوګيوشاويز) د ٢٠٠٦ د ستمبر په مياشت کي وويل بوش اود هغي تګلاره د نړۍ لپاره جدي خطر دي آن تردي چي د امريکي د کانګرس دننه هم د بوش د حکومت بهرنۍ تګلاره دديموکراتانو لخوا د سختو ناندريو سره لاس وګريوان ده لکه همدا اوس اوس د اپريل په ٢٥ نيټه چي سناتور Reague په عراق کي د بوش په پاليسۍ سختي نيوکي وکړي اووي ويل چي: بوش د عراق په هکله صحي لارخطاء کړي او هلته له شته حقائقو څخه سترګي پټوي خوولي نوي کانګرس به ئي په نيغه لار روان کړي، نو داسي بريښي چي اوس امريکايان هم ددي خبري احساس کوي چي ولي نړيوال غبرګون ددوي په وړاندي ورځ په ورځ زياتيږي! او عواملو ته ئي هم يو څه زيرشويدي لکه څه وخت وړاندي چي د اسلام اباد په فائيو سټار هوټل کي يو پاکستاني ژورنالست ددوه ؤ امريکائي روڼ آندو سره يوه مرکه کړيده چي ورڅخه پدي حقيقت د امريکايانو اعتراف او هم هغه لاملونه چي ددي ستونزي سبب ګرځيدلي دي راڅرګنديږي نود موضوع د لا وضاحت لپاره ئي دلته راوړل آړين بولم چي د مرکي د اردو متن د (آج) په نامه اردو ورځپاڼي د ٢٠٠٧ د مارچ په مياشت کي خپور کړيدي چي ژباړه ئي څه په لاندي ډول ده:
ژورنالست: اياتاسوپدي خبره سوچ کړيدي چي ستاسو په وړاندي د نړۍ والي کرکي عوامل څه شي دي؟
١_ امريکائي: بلي! ددي عمده عوامل په عراق او افغانستان زمونږ لښکر کشي ده.
ژورنالست: خو ولي ستاسو حکومت لا اوس هم په ايران او پاکستان د يرغل هوډ لري.
٢_ امريکائي: بلي! ځکه د ذروي طاقت لاس ته راوړنه هم ډيره نازکه او حساسه مسئله ده.
ژورنالست: ايا تاسو د داسى حساسو مسائلو حل د جنګ له لاري غواړي؟
١_ امريکائي: نه! بلکه نړيوال قوانين او نورمورنه هم د ذروي طاقت د لاس ته راوړو څخه ممانعت کوي.
ژورنالست: خونړۍ وال قوانين بايد په ټولو هيوادونوکي يو شان پلي کړاي شي.
١_ امريکائي: بلي! همدغه لامل دي چي مونږ ئي د ستونزو سره مخ کړي يو.
ژورنالست: خوولي ستاسو حکومت دغي توپيراميزه چلند ته هيڅ ستونزه نه وائي.
٢_ امريکائي: په عراق يرغل زمونږ تاريخ مسخ کړ.
ژورنالست: دا خو څه لومړي ځل ندي.
١_ امريکائي: څه مطلب؟
ژورنالست: له دي څخه وړاندي په ويتنام کي هم ستاسو تاريخ مسخ شوي وو.
٢_ امريکائي: په عراق او ويتنام کي زيات توپير دي.
ژورنالست: څه توپير دي؟
٢_ امريکائي: په ويتنام کي زمونږ په وړاندي ملي مقاومت وو او په عراق کي شيعه او سني پخپل منځ کي جنګيږي او مونږ ئي ترمنځ منځګړتوب کوو.
ژورنالست: همداراز امريکاپه پاکستان کي هم د عراق په څير حالات پيدا کول غواړي.
٢_ امريکائي: دا ستاسو داخلي مسائل دي.
١_ امريکائي: بيا هم په عراق او افغانستان کي مونږ ته د نفرت په سترګه کتلي شي.
ژورنالست: دا خبره په کوم استناد کوي؟
١_ امريکائي: د ګيلپ ( Gallup) د اوسنۍ سروي څخه معلوميږ چي د عراق او افغانستان په پرتله په سعودي، قطر، کويت، پاکستان کي د امريکي په وړاندي د نفرت کچه لوړه ده.
ژورنالست: په ايران کي ستاسو په وړاندي د نفرت کچه څومره ده؟
١_ امريکائي: د سعودي په پرتله په ايران کي زمونږ د نفرت کچه کمه ده.
ژورنالست: شايد ددي تفاوت لامل داوي چي سعوديان د ايرانيانو په پرتله امريکايان ښه پيژني.
١_ امريکائي: دا خو د حيرانتيا خبره ده.
ژورنالست: کومه خبره؟
١_ امريکائي: همدا خبره چي هغه هيوادونه چي مونږ ئي دوستان بلو په هم دوي کي زمونږ د نفرت کچه لوړه ده.
ژرونالست د ګيلپ د سروي دقيقه شميره پدي هکله څه وائي؟
١_ امريکائي: په سعودي عرب کي ٧٩فيصده سعوديان د امريکي څخه نفرت کوي.
ژورنالست: پاتي ٢١ فيصده هغه سعوديان به شايد د امريکائي پاليسۍ څخه راضي وي چه خپل ذاتي مصالح ئي په همدي کي خوندي وي.
٢_ امريکائي: عجيبه خبره ده هغه هيواد چي مونږ ئي ډيرنازه وو په هماغي کي زمونږ د نفرت فيصدي زياته ده.
ژورنالست: څه پرواکوي تاسو هسي هم پدغه هيوادونو کي د جمهوريت اجازه نه ورکوۍ.
ژورنالست: د اردن دقيقه فيصدي څه وائي؟
١_ امريکائي: په اردن کي ٦٧ فيصده وګړي له امريکي څخه نفرت کوي.
ژورنالست: د ګيلپ د سروي په اساس د پاکستان دقيقه شميره څه ده؟
٢_ امريکائي:دګيلپ د سروي له مخي ٦٨ فيصده پاکستانيان له امريکي څخه کرکه کوي.
ژورنالست: د عراق افغانستان او ايران څه پوزيشن دي:؟
٢_ امريکائي: پدغه هيوادونوکي دنفرت کچه د شپيته فيصده څخه ټيټه ده .
خبريال: شايدددغه دري واړه هيوادونو وګړوبه لا امريکا تراوسه ښه نه وي پيژندلي .
١_ امريکائي: کيداي شي ستاتجزيه درسته اوپرځاي وي .
٢_ امريکائي: ددي خبري څه پايلي کيداي شي ؟
ژورنالست: امريکايان دښه اوبدترمنيځ هيڅ توپيرنه کوي اونه دنيک نامي اوبدنامي څه پروالري .
١_ دامريکائي : داخبره ته په کوم استناد اودليل کوي ؟
ژورنالست: دامريکي تيرتاريخ ددى شاهددي چى امريکاکله هم دخپل تشخص پروانده کړي اونه يي دښه نوم لاس ته راوړو څه هڅه کړيده .
١_ امريکائي : نه داسي نده مونږ دخپل تشخص ساتلو په اړه ډيرحساس يو .
ژورنالست: نه داخبره کټ مټ درواغ اوبي ځايه ده .
١_ امريکائي: ته په کوم اساس ديته درواغ وايي ؟
ژورنالست: ځکه دازادي جمهوريت اوبشرى حقونو په اړوندستاسو قومي ريکاډ اوتاريخچه ډيره خرابه ده .
١_ امريکائي: که پدي اړه کوم ثبوت لري لطفا هغه پيش کړۍ ؟
ژورنالست: بلى دنړي په ( ٦٣) هيوادونوکي تاسو فوجي اډي جوړي کړيدي اوتراوسه پوري مو د(٢٧) هيوادونوپرخلاف جنګونه کړيدي دملل متحد دامنيت په شوراکي ستاسو هيوادتل دازادي ، جمهوريت ، بشرى حقوقوپه خلاف دويټوله حق څخه کاراخيستي دي اوبياپه عراق ،افغانستان اوويتنام کي ستاسو دظلم زياتي هم له چا څخه پټ ندي .
١_ امريکائي: داخوزمونږدملت ګناه نده بلکه زمونږ دحکومت ګناه اوجرم دي .
ژورنالست: خوهمدغه ملت دي چى هرڅلورکاله روسته دغه حکومت ټاکي نوځکه مونږته ستاسودملت اوحکومت ترمينځ هيڅ توپيرنشته .
١_ امريکائي: بس همدغه زمونږه بدمرغي اوبدبختي ده .
ژورنالست: لدي څخه زياته بدمرغي ستاسو داده چى لومړي په خپل دوست اومتحدپرغل کوي ٢_ امريکائي: زمونږ دمقبوليت دکميدولامل شايدپه مونږ دنړيوالو نه باور وي لهذا دغي واړه واقعيتونوته په کتوسره داسي معلوميږي چى امريکاهيڅکله هم داستبدادى سياست له لاري نشي کولي چى خپل اويادنړي نورو هيوادونو ته دنيکمرغي اوخوشالي تضمين ورکړي بلکه پدي برسيره به يي ديوزبرځواک په حيث سياسي اواخلاقي تشخص نورهم له ګواښ سره مخ شي کوم چى به بالاخره ددوي دزوال اوتباهي لامل وګرځي ،ځکه تاريخ پدي ګواه دي چى هيڅکله هم ځواکمنوقومونو دخپل ځواک په مټ په نوروخپله حکمراني نده ټينګه کړي ، اوياهم تريولنډمهاله مودي لکه پخپله امريکا چى څوپيړي وړاندي يي دبريطاني دهغه وحشيانه استعمارڅخه خپلواکي ترلاسه کړه په کوم کي چى له دوي سره دحيواناتوڅخه هم ناوړه چلندکيده خوچى تيرشي هغه هيرشي همدارازدنړۍ ډيرهيوادونه چى يووخت داروپا اوشوروي اتحاد داستعمارپه زنځيرکي ښکيل وو اوس دازادي له ارمغان څخه برخورداره دي . خوولي اوس يوځل بيادتيرپه هيريدا دنړي زورورقومونه هوډلري چى بيرته پاتي هيوادونه اوپه مشخص ډول اسلامي نړي چى په عين حال کي دخپل جيوپوليټکي(Geopolitic) ( زمکني سياسي) اواستراتجيکي موقعيت له ارزښت څخه هم برخورداره ده له بيلابيلولارو کله دديموکراسي کله دامنيت کله دازادي کله داقتصاداوکله هم د( Globalization ) نړيوال کيدو په نامه دخپل استعمارپه ولکه کي راولي چى له يواړخه يي مذهب ، دود، اوکلتورله منځه يوسي اوله بل اړخه يي طبعي زيرمي اوجغرافيايي موقعيت داوږدمهاله پلانونو پربنسټ دخپلي استفادى موردوګرځوي لکه چى نن ئي په عراق اوافغانستان کي موجوده کړکيچن صورتحال ژوندي بيلګه ده . نوکه امريکاغواړي چى ريښتياهم داسلامي نړي په وړاندي يي دنفرت کچه راټيټه شي نوبايد پدي هکله اړين اوجدي ګامونه پورته کړي اوپه خپله اوسنۍ تګ لاره کي چي داسلامي نړي په وړاندي يي خپله کړيده بنسټيزبدلونونه راولي اوهم پدي هکله په ټولونړيوالوسياسي اوقانونى ارګانونوکي له توپيراميزه چلندڅخه لاس واخلي اوهغه ستونزي اومسايل چى اسلامي نړي کي دبدامني ،قتل، عدم استحکام اواحساس کمتري لامل ګرزيدلي دي لکه منځني ختيځ کي د فلسطين او بيا وروسته د عراق، افغانستان، کشمير، سوډان چيچنيا، صوماليا، ايران، کوسوو او داسي نورو قضاياونه د حل بنيادي لار پيداکړي اوورته د پائي ټکي کيږدي.
اوکه نه نو نور به ئي هم دنفرت کچه لاپسي او چته شي او بالاخره به اسلامي نړۍ د يوه نوي سباون په هيله په يواځي ځان او يا هم د يو شرقي بلاک ترڅنګ د ورپيښ ستونزمن سياسي اقتصادي ټولنيز حالت څخه د خلاصون په موخه ددوي په وړاندي پاڅون ته مجبور شي چي دابه د يو دريم نړي وال جنګ پيلامه وي لکه چي ئي سياسي شنونکي حالاتو ته په کتو سره همداسي اټکلوي په اخير کي خپل مضمون پدي شعر پائي ته رسوم:
ټيټ مي بوله غورځنګ راباندي مه کړه زه پدي افتاده ګۍ کي لوي ګړنګ يم