داليکنه مه لولي ! 

 پاېنده حـکـمت 

حقيقت دادي چى هرقوم اوملت ځانته جلا عنعنات ، کلتور اوعادات لري چه په ډيرومواردو کي يوتر بل  سره زيات توپيرلري مثلا: هغه دودونه ،رواجونه او رسمونه چه  په اروپاکي يي خلک کوي اوخوښه وي زمونږ په ټولنه کي يي څوک چاندان نه خوښه وي په همدي ترتيب ژبي ، رنګونه هم سره فرق لري ،خودالله جل جلاله په وړاندي  ترټولو بهتر غوره هغه څوک دي چي دپوره تقوا اوکامل ايمان څښتن وي ، افغاني ټولنه هم لکه دنورو قومونو اوملتونوپه څير ځانته فرهنګ اودستورلري ، کوم افغانان چى داسلامي اصولو په چوکاټ کي دخپلوعنعناتو عاداتو پالنه کوي هغه دټولني په وړاندي درانده او ښه  معلوميږي اوهرڅوک چى ددي برعکس دپرديو کالي اغوندي اوخپل ځان لکه دنور په شان څيره کوي دخلکوپه سترګوکي ښه نه بريښي ځکه چى افغانان دلرغوني تاريخي کلتور اوپه زړه پوري فرهنګ خاوندان دي ، په اوس وخت کي زمونږ دنوي او ځوان کول ډيره برخه دغرب له کلتورڅخه متاثره او زياتره له کرښي وتي ښکاري ،ځکه چي دپتلون په اغوستلو او ږيري خريلو او د يو څو انګليسي کلماتوپه ويلو سره ځانته مغروره وي او فکرکوي چى زه دهرچاڅخه ښه يم همدا زه يو مترقي پوهه  انسان يم ، که څه هم دپريو تقليد ، پيروي دهوشياري اودروندوالي نښه نده بلکي ذلت او سپکاوي  دي اوپرته له شکه به بشپړ دهغه چا په صف کي شميرل کيږي دچا چى تقليد کوي  لکه چه پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي (( من تشبه بقوم فهومنهم )) هرڅوک چه دچا سره مشابهت وکړي دهغو ي دجملي څخه دي . داچى اوس په هيواد کي دديموکراسي شعارونه له هري لوري پورته کيږي ، له نيکه مرغه  ؟  فلمونو اوموسيقي هم خپل رنګ راپريخي او دديموکراسي ښکلا او مينه يي دخلکوپه زړونوکي لاپسي زياته کړيده ، زياتره   حجرو، دکانونو، موټرو، هوټلونو ته يي ځان رسولي دزياتوپه اند اوفکر دساعت تيري يوه ښه وسيله بلل کيږي  اوهم يي په ځوانانو کي دومره قوي ريشي کړي چى ډيري زلميان  پدي هڅه کي دي چي کټ مټ  د فلم دهيرو پشان خپل  ځان ،ويښتان ،کالي  برابرکړي ان تردي چه په مزل ،خبرو اوخوراک کي هم دهغوي په څيرحرکتونه کوي ډيرداسي پلاران هم شته  چه  په خپلو اولادونو باندي دفلمي هيروګانو نومونه کدي  ترڅو د محبت اوميني تنده يي پري ماته اودده بچيان هم لکه د فلم اداکاران جوړشي ، پيغمبرصلى الله عليه وسلم فرمايلي دي (( المرء مع من احب )) سړي به دهغه چاسره وي چه محبت ورسره لري ،پرته له شکه هيروګان ميروګان ټول بي لاري اومفسدين دي ، ايا ته داخوښه وي چه ستاځوي دي دبي لاري او دفاسدو په قطارکي ودريږي او دده حشردي دالله جل جلاله څخه دسرکشه انسانانوسره وشي ؟ ددنيا خويو څوورځي ژوند دي تيربه شي ته فکروکړه چه ستا پلارنيکه څه شول؟ چه هغوي پدي دنياکي پاتي نه شول نو ته او ستا اولاد به څنګه پاتي شي؟ يوه ورځ به خامخا ددي فاني دنيا څخه سترګي پټوي، بهتره داده چه داسلامي اصولوپه رڼاکي خپل ژوندبرابراودپيغمبر صلى الله عليه وسلم تګلاره خپله کړي ، داسلام په چوکاټ کي رواج پالنه يو نيک صفت او ښه سړيتوب دي پدي  شرط چه  رواج داسلام له مبين دين سره په ټکرکي نه وي ) اوپه همدي کي دبرياليتوب ښه سړيتوب  راز دي لکه چى حيدري واي :

زما درني درني جامي دهرافغان خوښيږي              درقيب خريلي ږيره تورپتلون مي ندي پکار