مهاجر
شم په ژړا چي مظلومان ووينم
چي په خيموکي افغانان ووينم
ماسره غم دمستقبل شي د دوي
چي يي په چغوماشومان ووينم
هغه معيوب مي زړه زخمي کړي
چي يي دبل درکي حيران ووينم
په هغه پيغلومي زړه څړيکي وکړي
چي دعزت سوداګران ووينم
راته کردار دشاشجاع رايادکړي
چي دد دور ګوډاګيان ووينم
په شهيدانومي زړه ودرديږي
چي يي دوينوتجاران ووينم
دمخلص قوم اخلاص ته وکړم سلام
چي غرضي حکمرانان ووينم
خطابه زړه به مي باغ باغ شي هله
چي يو ازاد افغانستان ووينم
خطاب الله مظلوم مل
23.05.2010
- منیب الله فضلي
سرليک: سلامونه نېټه: 15.05.2010 03:13
ډير ښايسته بلاګ مو جوړ کړي دي زه اوميد لرم چه د ګران کنړ عکسونه به ورته پورته کړي- ستاسو د هوسا ژوند په هيله
____________
الله مو عمر کى برکت واچوه ستاسي دهمکار په هلېه
...
23.05.2010
- منیب الله فضلي
داليکنه مه لولي !
پاېنده حـکـمت
حقيقت دادي چى هرقوم اوملت ځانته جلا عنعنات ، کلتور اوعادات لري چه په ډيرومواردو کي يوتر بل سره زيات توپيرلري مثلا: هغه دودونه ،رواجونه او رسمونه چه په اروپاکي يي خلک کوي اوخوښه وي زمونږ په ټولنه کي يي څوک چاندان نه خوښه وي په همدي ترتيب ژبي ، رنګونه...