افغانستان قطعأ خپلواک هیواد نه دی
بســــــــــــــــمل
درنو خویندو او وروڼو!
موږ او تاسو په دا تېرو دریو لسیزوکې رنګارنګ ناخوالې ولیدې خو په تېره بیا په دا وروستۍ لسیزه کې د داسې شرموونکو او ځوروونکو پېښو شاهدان یو، چې قلم یې په لیکلو له خولې قطره قطره وینې غورځوي .
کومې کرغېړنې چارې چې په تېره لسیزه کې تر سره شوې نه خوزماپه ننني مطلب کې ځایږي او نه غواړم د هغو په لیکلوسره تاسو ودردوم خو په لنډوکې دومره وېلی شم، چې داوروستۍ توره لسیزه دانسانیت، عدالت، عقایدو او دیموکراسي دسپکاوي لسیزه وه .
زموږ په بډایه سیمه ددایمي تسلط په منظور نړۍ خور امپریالیزم په سر کې یې خونړۍ امریکادیو غولوونکي تیاتر برابرولولپاره ددې لسیزې په سرد۲۰۰۱په لمړۍ نیمايي کې جنرال مشرف المان ته راولېږه په هغه وخت کې دالمان صدراعظم ګیرهارد شرودیر و دغو دوو ښاغلو د واشنګټن، لندن او فاریس په سپارښتنه دطالبانو داسلامي عمارت د راپرزولو لپاره په امریکايي توره نقشه له ناچاري سلا وکړه .
دا داسې وخت و، چې طالبانودیو شمېر خود سریوله کبله نړیوال ذهنیت دخپل ځان په ضد راپارولی و د دې تر څنګ دبریداس اویونوکال دتېلوکمپنیو په ټس کې هم طالبان الوزولو ته برابر شوي وو.
داسامه بن لادین مسئله یو بل دروندبار و، چې طالبانو په سختوشرایطوکې کشاوه البته داهغه شپې اوورځې وې، چې لاخود۲۰۰۱ زکال سپتمبر نهمې (۱) اویوولسمې نېټې ته درۍ څلورمیاشتې پاتې وې مانادطالبانود راپرزولو نقشه دنیویارک له پېښې څخه لا دمخه پلان شوې وه .
خبره ډېره نه اوږدوم راځم اصلي مطلب ته هغه دا، چې دسوسیالیزم نړېدلو امریکا دې ته وهڅوله، چې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دنیواک تورې نقشې یوه په بله پسې عملي کړي نودنړیوالود ملاتړ او خواخوږي لپاره یې خپل جګ جګ برجونه پخپله وران خو په اسامه بن لادین یې ورتاوان کړل او ورپسې یې د ملګرو ملتونود سازمان له اجازې پرته پرافغانستان یرغل وکړ اوهلته یې دطالبانوحاکم نظام راوپرزاوه البته داسې ناروا یرغل اوعمل لا تر اوسه پورې په نړۍ کې بېلګه نه لري .
داسامه بن لادین دترلاسه کولو په پلمه یې زموږ په ګران افغانستان د۲۰۰۱ زکال اکتوبر په اوومه ۷ وحشیانه بمورۍ او راکټ ورۍ پیل کړې دطالبانو رژیم یې ونړاوه او په ځای یې دجنګي جنایتکارانوهغه تر ټولو بدترین او جاني ترین کسان زموږ په بېګناه ولس وتپل، چې باید لا دمخه د ولس په رسۍ غرغره شوي وای .
دافغانستان له اشغال سره سم په ټوله امپریالستي نړۍ کې نغارې وغربول شوې، چې افغانستان ته دیموکراسي؟؟ راغله د۲۰۰۱ زکال په ورستیوکې د بن د بدنام کنفرانس بند او بس وشو په دې کنفرانس کې الف زرما ټول یې زما بس هر څه یې ځکه جنګي جنایتکارانوته په واک کې ورکړل، چې دا جنایتکاران دافغانستان له هوساینې او پرمختګ سره لا په نطفه کې وران وو.
امریکا پورتنیو جنایتکارانو ته دواک تر څنګ دیو داسې پوړي (مزي)سر هم په لاس ورکړ چې د پړي دا بل سر د حامدکرزي له غاړې څخه تاو و.
که دتیمورلنګ (یونس غیرقانوني) خبرې مویادې وي، چې کرزي ته یې وېل ماتورا اوردیم توچه کاره بودی؟
نو باور به مو راشي، چې دالعنتي ځنځیر کړۍ په کړۍ امریکا د خپلو ناولو موخو لپاره سره تړلی دی او ول ول یې دافغان د پاکې خاوري غلیمانو( شمالي جنایتکارې ټلوالې) په غاړه کې وراچولی دی .
عزیزانـــــــــــــــــــو!
لس کاله تېر شول خو دسل ګونو زره بې ګناه افغانانو له قرباني او بې کورېدو سره سره نه یوازې سوله رانه غله بلکې راتګ یې هم ناشونی برېښي دا ولې؟
ښه مې په یاد دي، چې د۱۹۹۴ زکال په یو څو میاشتو کې طالبان دیو مذهبي خوځښت په نوم دومره ژر وسلوال اوبیایې دیو پوځي ځواک په څېر په لنډه موده کې له خپل غلیم څخه له نیمايي زیاتې مرچلې ونیوې .
په ۱۹۹۶زکال کې یې پلازمینه کابل اوورپسې یې په خورالنډه موده کې خپل بیرغ داموسیندپه غاړه ورپاوه منظور مې دادی، چې څومره ژرله طالبانو څخه یو داسې غښتلی پوځ جوړ شو، چې هم یې ربانیان ترکولابه پورې وځغلول اوهم یې هلته په ایران سړه تبه راوسته خوداعجیبه ده ، چې نن دنړۍ دا زورورو اوښکرورو په داپوره یوه لسیزه کې دافغانستان دساتنې او ملي حاکمیت دتامین لپاره دیو غښتلي افغان پوځ غم ونه خوړ ؟
یا په بل عبارت ولې داد نړۍ ښکرورو د یو رښتیني ملي اردو اوملي پولیسو د رامینځ ته کېدو په ځای هغه تښتېدلې او ډارنې قومي ملېشې په تخرګ کې ساتلې او همداسې یې نازوي ؟
ځواب روښان دی، اشغالګر زموږ په پاکه خاوره او زموږ په بډایه سیمه د دایمي تسلط خوبونه ویني .
لمړی داچې امریکا داسامه په پلمه په پټو سترګو پرافغانستان یرغل وکړ اوس یې بیاپه خورابې شرمي اوسپین سترګي دستراتیژیک تړون په پلمه دتل لپاره دافغانستان اشغال ته زړه ښه کړی دی .
پرون ورځ مې چې دا ظالمانه تړون ولوست تاسو باور وکړئ چې تر سهاره خوب نه راته اوس نو دحامد کرزي امنیتي سلا کار سپنتا او بوټپاکانو ته یې یوځل بیا وایم، چې :
۱ ــ یوه میاشت مخکې تاسودکوم حقوقي موقف پر بنیاد ډهلونه غربول چې افغانستان یو خپلواک هېواددی اوکولای شي له هر چا سره یې چې خوښه وي تړونونه لاسلیک کړي ؟
۲ ــ اوس نومهرباني وکړئ ددې کرغېړن هغه ستاسو په اصطلاح ستراتیژیک تړون له دانهو مادو څخه کومه یوه ماده د افغانستان په ګټه ده؟
۳ ــ امریکادنړۍ په نوروبرخوکې هم پخپله سپین سترګي او دسیسه سازي سره دستراتیژیکو تړونو په نوم خپل پوځونه هلته ور رسولي خوداراته ووایاست، چې په کوم بل هیوادیې هم داسې یوطرفه شرطونه منلي لکه په دا تاسو یې چې مني ؟
۴ ــ آیاتاسوښاغلو د دې سوچ هم کله کړی دی، چې امریکابه دسیمئیز فشاراویا دسیمي له پوره لوټ او تالان څخه وروسته خپلې پښې سپکې او افغانستان به خونخوارو ګاونډیانو ته دیو بېوزره مرغي په څېر پرېږدي چې نه دمنډو یي نه دالوتلو؟
۵ ــ د حامد کرزي تر مشري لاندې ستاسو ناولې ادارې نه یوازې دهیواد په سطحه دیادولو وړ څه ونه شو کړای بلکې دډېروعادي مسئلولکه دحاجي بهاوالدین کلاپه زندان کې دتخار د بېګناهوپښتنوکډوالو، دکوچیانو او هزاره ګانو دمسئلې د حل جوګه هم نه شوه نو بیا په کوم زور او صلاحیت کرزی وايي چې :
(خوب سرش شرطها ماندیم، خوب دست وپایش بسته کردیم، منافع ملي را در نظر ګرفتیم)
۶ ــ اوس نو یو ځل بیا په رڼو سترګود خپلو بادارانو دستراتیژیک تړون دغه نهه سره مادې ښې په غور سره له نظره تېرې او ملي ګټې پکې وګورئ زه نه پوهېږم دا ملي ګټې تاسو څه ته وایاست؟
۷ ــ ټوله نړۍ ستاسوددرۍ ګونوارګانو په ننداره ده، ولس ستاسوله لاسه تر دوسپوږمو رارسېدلی په هر ولایت کې هرغل دخپل سرباچا دی،نه دچا مال په امن دی او نه ناموس نو په داسې حال کې داتاسې څه کاره یاست چې دیو تاریخي هیواد اوبا شهامته ولس په سرنوشت لوبې کوئ ؟
۸ ــ له بده مرغه باید ووایم، چې افغانســـتان قطعأ خپلواک هېوادنه دی ځکه، چې په سیاسي، اقتصادي او آن فرهنګي لحاظ د پردیو تر محاصرې لاندې راغلی دی د دې تر څنګ دکرزي د تش په نامه حکومت سره نور موازي حکومتونه هم جوړ شوي دي چې وخت په وخت پخپله حامدکرزي ورڅخه شکایت هم کړی دی آیاپه داسې برګ غوبل کې به دا نور موازي حکومتونه ددې منحوث ستراتیژیک تړون په منلو کې سؤاستفادې ونه کړي ؟
یادونــــــــــــــــــــــــــه :
دامریکا دستراتیژیک تړون په اړوند لا څومیاشتې دمخه تبلغات پیل شوي وو دمارچ میاشتې په لمړیوکې ما خپل نظردرادیوګانوله لارې درنوهیوادوالوته رسولی وکه تاسونه وي اورېدلای دلاندنیو لینکونو په کښېباسلو سره یې اورېدلای شئ :
http://talafghan.com/messegesandreports/radio-free-europe-interview-about-pashtoon-nation-genocide-with-m.a.bismel.htm
http://talafghan.com/messegesandreports/radio-free-europe-interview-about-Afghan-political-situation-with-m.a.bismel.htm
دافغانستان داشغال په اړوند زما دتېرې میاشتې لیکنه په دې لاندې لینک کې لوستلای شئ :
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/15653
ددې ظالمانه تړون په اړوند دیو افغان ورور احساس په دې لاندې لینک کې لوستلای شئ :
http://www.tolafghan.com/posts/21913
(۱) پاس په لیکنه کې د سپتمبر نهمه ذکر شوې ده په دې ورځ یې د روسانو لوی ګوډاګی (مسعود) والوزاوه لکه په پخوانیولیکنوکې مې چې هم دې نېټې ته اشاره کړې یوځل بیا یادوم، چې د۲۰۰۱ زکال سپتمبر نهمه او یوولسمه یوه له بلې سره نه شلېدونکې اومنطقي اړیکه لري، چې راتلونکی تاریخ به یې لانوره هم روښانه کړي .
له حوصلې څخه مو مننه کوم