http://larawbar.com/peace/?p=2689

دغزني ولايت دناهورولسوالي میشتو هزاره وودميدان وردگ ولايت داي ميرداد والسوالي دبې وسلې او معصوموكوچيانوپه كورونوباندي ډلیز وسلوال  بريدكړي دی او دکوچیانو مالونو ته ئې اورونه اچولوي دي .

دسیمي څخه د کوچیانو استازي بېنوا ته وویل چي په پیښه کي کوچیانو ته سخت مالي او ځاني زیان اړول سوی دی .

یاد هزاره ګان چي د ولسمشر کرزي د دوهم مرستیال کریم خلیلي مستقیم ملاټر له ځان سره لري   په لوی لاس د نوموړي او محقیق لخوا بلوا ته هڅول کیږي  ترڅو د معصومو او بې وسلې کوچیانو په شتمینیو د خپلو سیاسي موخو لپاره ناتار بریدونه  وکړي

په کابل کي د سیاسي چارو کارپوهان  وائې چي هرکله چي ایران غواړي په ولسمشر کرزي سیاسي فشار ډیر کړي نو دوی د حزب وحدت ګوند په مرسته دغسي بې رحمه بریدونو ته  لاره اواره کړي ترڅو کرزی ئې غوښتني ومني

دیادولو وړ ده چي کوچیان او هزارګان د پیړیو پیړیو څخه په همدې سیمه کي ګډ صمیمانه ژوند لري خو د تیرو لسو کالو د ناخووالو ترڅنګ د کوچیانو او هزاره قومونو ترمنځ  دنفاق اور ته دسیاسي موخو لپاره  لمن وهل کیږي . چي هر ځل د هزارګانو په یوطرفه قضاوت  د زیاتو امتیازاتو په ترلاسه کولو سره پای ته رسیږي .

دچارو کارپوهان په دې اند دی چي اوس یو وار بیا د کرزي دکابینې د پاته وزیرانو دمعرفی وخت دی او ایران غواړي له دې لاري  خپل نفوذ او فشار په کرزي زیات کوي ترڅو ددوی کسان وزیران سي . تیرځل هم ټک همدغه وخت چي ولسمشر خپل کابینه اعلانول نو د دښتي برچي هزارګانو د کابل تر کوټهسنګي پوري د بې ګنا کوچینانو کیږدیو ته اورونه ورته کړه او دې ته ورته بلواوئ ئې پیل کړې . چي په ترڅ کي ئې اووه کسان د سرپرست وزیرانو په توګه وټاکل سول .

راحیله جواد - کابل

له بېنوا څخه مننه کوو