دیوې سیمې دغلو وزارت

له تانداو روهي ویبپاڼوڅخه په مننه

 http://larawbar.com/peace/?p=2713

تاند(دوشنبه/جوزا دېرشمه) له څه مودې راهیسي داسي ادعاوې کېدې چې د کورنیو چارو وزیر بسم الله خان محمدي د دې وزارت د چارو له ترلاسه کولو سره سم د افغانستان د نورو سیمو د اوسېدونکو برطرفه کولو او پر ځای یې د جمعیت په تېره بیا د پنجشېر د اوسېدونکو ګومارنې ته زور ورکړی دی.

د نړیوالې ټولنې د ملیاردونو ډالرو له مرستې سره سره په افغانستان کې د دولت د اساساتو د نه رامنځته کېدو یو اصلي علت دا بلل شوی چې د واک خاوندان د ملي او یا لږترلږه د خپل حکومت د ګټو پر ځای لا هم د خپل ګوند، سمت او قوم ګټو ته وفاداره دي.

دا لاندې لیست د کرزي د حکومت د ناکامۍ یوه بېلګه ده:

په کورنيو چارو وزارت کې د بسم الله خان فاشيستي تګلاره

کله چې بسم الله خان د کورنيو چارو وزارت واګې ترلاسه کړل، نو سمدستي يې په کورنيو چارو وزارت  او په ځانګړې توګه د افغانستان په شمال کې قومي تصفيه پيل کړه. له مارشال فهيم او قومندان عطاسره په تفاهم کې يې داسې هڅه پيل کړه چې د شمال ټولې مهمې څوکۍ شورای نظار ته وسپاري. لومړی يې قومندان داود د شمال حوزې د امنيې مسوول په توګه واستوه، ورپسې مارشال فهيم هڅه پيل کړه چې په بلخ کې د قول اردو قومندان(زلمی وېسا) له دندې ګوښه کړي او خپل کس وګوماري، خو د دفاع وزارت د چارواکو له خوا مقاومت ورسره وشو، که نه ولسمشر کرزي خو يې ټاکنه په پټو سترګو لاسليک کوله.

له دې سره جوخت امرالله خان او عبدالله خان بيا د بسيج ملي په نامه د سولې د خبرو پر ضد منډې ترړې پيل کړې، لومړی خو امرالله خان د شمال دورې ووهلې، خو څرنګه چې هغو منډو چندان نتيجه ورنکړه، نو له عبدالله خان سره يې په ګډه د سولې پر ضد يوه لويه غونډه جوړه کړه. دغې غونډې، چې زياتره تنکيوځوانانو او ماشومانو ګډون په کې کړی وو،  له دې پرته چې خلک پر ځان وخندوي بله نتيجه  نه درلوده. حتی استاد رباني چې اوس کرزي د سولې د شورا په رياست غلی کړی، پر دوی باندې وخندل او ويې ويل، چې: هنوز اوشتوک هستند نمی فهمند.

پر همدې مهال په تخار کې د مافيايي اختلافاتو په ټس کې قومندان داود او شاه جان نوري  ووژل شول. د امرالله خان او عبدالله خان غوا لنګه شوه او قومي شعارونو زور واخيست. يو ځل بيا د اتلانو او اتلوليو سورڼي پورته شول او د شهيدانو په ماتم ساندې ګرم شوې. دغه  ټولې نارې سورې يوازې يوه موخه تعقيبوي او هغه دقومي جګړو اور ته لمن وهل.

راځئ د خپلو خبرو د زبات  لپاره په کورنيو چارو وزارت کې دغو  مقرريو ته ځير شو: