تاته به ياد وي کنه 
خو ماته اوس هم ياد دي
اوس هم چي شپه شي انسانان ويده شي
په خپلو ځالو کي مارغان ويده شي 
د مور په غيږ کي ماشومان ويده شي 
خو زه لکه خزان وهلې څانګه
چه د سپيره باد سره والوزي 
لکه يو ستړی مسافر چي کور نه لري
لکه يتيم چه پلار نه لري مور نه لري 
داسي يوازي او تنها پاتي شم
سترګي مي ډکي شي د اوښکو
په ژړا پاتي شم
او راياديږي هغه تير وختونه
هغه
ستا خوږې خبري 
ها د زرکي په شان 
پستې پستې خبري
هغه چه شپه به شوله 
او زه به په ماشوم بدل شوم 
او زما ماشوم هيلو به 
د تصور دنيا کي 
لکه واړه ماشومان
د تا په غيږ کي سر کيښود 
د تا په وړاندي به مي 
زخمي ځيګر کيښود 
او تا به په مينه مينه 
زما دا ماشومه اروا
په ناز وخندوله 
بيا به دي وژړوله 
تاته به ياد وي کنه 
خو ماته اوس هم ياد دي 
يوه شپه تا وويل 
ډير دي په مينه او ادا وويل
که زه چيري په لوی سفر لاړه شم
تا د ماشوم ژوندون نه 
لکه "وړانګه" د لمر لاړه شم
نو
تاته به ياديږم کنه؟
ما درته وويل نه
زه به تا نه يادوم
ته لږ حيرانه شولې
بيا پريشانه شولې
او په غټو غټو تورو سترګو دي
په مينه مينه ماته وکتل
ما درته کټ کټ وخندل
ته څومره ساده کوچۍ يې 
زما د زړه دنيا يې
څومره ښايسته کوچۍ يې 
زه به تا نه يادوم ځکه
د يادېدو دپاره 
خو هيريدل شرط وي 
خو زه تا هېرولی نه شم 
هو دا منم چه هيروم به دي له وخته سره
خو دا مي وعده ده چه به تر مرګه پوري تا يادوم  
تاته به ياد وي کنه 
خو ماته اوس هم ياد دي

پيښور