نه مي شي ګذران ليونی کيږم
ياره په ايمان ليونی کيږم
ډير راته ياد شوی نن
راولۍ جانان ليونی کيږم
زړه مي په لمبو سوزي
واړوه چشمان ليونی کيږم
ستا په لټون ګرځم تل
څيري مي ګريوان ليونی کيږم
تا چه سترګي توري کړې
اوس مي ده ګمان ليونی کيږم
تا پسي رنځوريمه
ته مي شه درمان ليونی کيږم
زه ګوهر،سپيرې دنيا ته
ډير يمه حيران ليونی کيږم
پيښور