چت کې پانوس د الماس، فرش یې د اطلس کړی دی 
جوړ یې مرغيوو ته د سرو زرو قفس کړی دی 
 
نن د رقیب له سترګو څه رنګه مې بد نه راځي؟  
لکه چی نن یې په دیدن د یار اودس کړی دی  
 
زما په شنه زړه یې د سترګو نظر نه ماتیږي  
د کلي نجونو ګرانه ښه ډير په ما وس کړی دی 
 
زموږ د کور مخ ته په تاخته بې دیدنه تیر شو  
خو زه پوهیږم دا تیری د هغه اس کړی دی  
 
زه پښتنه یم دا رواج نه دی فطرت دی زما 
ما محبت جانانه یو ستا سره بس کړی دی