لکه څنګه چي الله جلاله ښځه پيدا کړه او هغې ته حسن،ځواني او نور جسماني او ذهني صلاحيتونه هم الله پاک ورکړي دي٠نو له دې کبله ښځي ته عزت مقام او حقوق هم د خدای دين اسلام وربخښلي دي.
مخکي له دې نه چه په اسلام کي د ښځو عالي مرتبه او بشپړ حقوق بيان کړو اول په نورو
مذهبونو کي د ښځو مرتبه بيانوو
ښځه په يوناني او رومي تهذيب کي
:
په يونان کي عمومن ښځه ډيره سپکه او لاندي طبقه ګڼل کيدله.او د ډير پرمختګ په وخت کي هم ماسيوا له طوايفو او ګډيدونکو ښځو نه پرته هيچا د ښځو قدر نه کاوه.
همدا ډول په روم کي په ښځه مکمل د سړي حکمراني وه او هغې ته هيڅ قسمه معاشرتي حقوق نه وو حاصل٠(تمدن عرب)
ښځه په يهوديت کي :
د مسلم شريف حديث دی
ان اليهود کان اذا حاضت المرات فيهم لم يوکلوها ولم يجامعوهن فی البيوت
ترجمه:بيشکه يهود،چه کله به ښځي ته حيض راغی نو دوۍ به له هغې سره خوراک څښاک او کيناستل بند کړل.
ښځه په عيسايت کي:
د عيسايانو ډيرو عالمانو دا ويلي وو چه د ښځي روح نشته او جنت هم صرف د سړي لپاره جوړ شوی ده.
ښځه په عربو کي :
دا خبره خو ټولو ته معلومه ده او پخپله قران هم پدې خبره ګواهي ورکوي چه د اسلام له راتګ څخه مخکي عربو خپلي لوراني ژوندۍ په ځمکه کي خښولې.
ددې نه علاوه په عربو کي د اسلام نه مخکي له کونډي ښځي سره ډير زياتی کاوه او هغه به يي په مياشتو په يوه کوټه کي بنده کړې وه او هغې به هم هلته خوراک څښاک او پاخانه کوله او له همدې وجي به ډيري کونډي ښځي له ډيري بوۍ او خراب حالات څخه مړې شوې.
ښځه په اسلام کي:
د اسلام سپيڅلي دين هر چاته د خپلو حقوقو او مقام ورکولو سره سره ښځي ته هم بشپړ حقوق او مرتبه ورکړه.دا يوازي اسلام ده چه ښځه يي له دې ذلالت او حقارت له ژوند څخه راوويسته او هغې ته يې عزت او وقار ورکړو.
الله جلاله په خپل سپيڅلي کتاب کي فرمايلي:
ولهن مثل الذي عليهن (البقره:٢٨٨ )
د اسلام سترپيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم هم په اخري خطبه کي وفرمايل:
فا تقوالله فی النسا (مسلم شريف)
يعني د ښځو په باره کي له الله څخه وويريږۍ.
اوس په اسلام کي د ښځي د مقام په مختلفو بڼو کي بيا نوو٠
ښځه د مور په بڼه کي :
اسلام چي ښځي ته د مور په صورت کي کوم عزت او قدر ورکړی د هغې مثال او نظير مشکله ده چه په بل مذهب ي وي.په دې باره کي يوازي دا هم ډيره ده چه اسلام سترپيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايلي
(الجنت تحت اقدام امهاتکم)
(جنت د تاسي د مور له قدمو لاندي ده)
ددې نه پرته د صحيح بخاري حديث شريف دی
چه يو تن له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل چه يا رسول الله ! زما د نيک سلوک او حقدار څوک دي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل چي ستا مور.هغه کس تپوس وکړو چه بيا ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل چي ستا مور.تر دې پوري چه هغه کس دريم ځل هم دا تپوس اوکه او په دريم ځل هم ځو رسول الله صلی الله عليه وسلم ځواب ورکړو چه د تا مور د تا د نيک سلوک لومړۍ حقداره ده او په څلورم ځل بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل چه ستا پلار.
ددې مبارکو حديثونو نه معلوميږي چه اسلام ښځي ته د مور په بڼه کي څومره عزت او احترا ور بخښلی.
ښځه د لور په بڼه کي:
ښځي ته د لور په شکل کي عزت هم اسلام ورکړو لکه څنګه چي مو مخکي وويل چه د
اسلامم له راتګ څخه مخکي عربو خپلي لوڼه ژوندۍ خښولې او د لور زيږيدل ډير ستر عيب ګڼل کيده خو په اسلام کي د لور په به کي د ښځي د احترام او عزت اندازه له دې حديث نه معلوميږي.رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي
ترجمه:هر چا چي د دوو جينکيو په ښه طريقه سره طربيت وکړو تر دې پوري چي هغوۍ بلوغ ته ورسي،نو هغه به د قيامت په ورځ له ما سره وي او ماته به دومره نژدې وي لکه دا دوه ګوتي او رسول الله صلی الله عليه وسلم دواړه ګوتي يو ځای کړې(صحيح مسلم)
په يو بل ځای کي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي
(د چا په کور کي چي جينکۍ وشي او هغه د دوۍ ښه پالنه وکړي نو دا جينۍ به دده او دوزخ تر منځ يو ديوال جوړ شي)
له دې نه پرته رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپلي لور حضرت فاطمه رضی الله عنها سره دومره مينه درلوده چه کله به هغه راغله نو رسول الله صلی الله عليه وسلم به ورته ولاړ شو.
ښځه د ميرمن په بڼه کي:
لکه څنګه چي اسلام ښځي ته د مور او لور په حيثيت مرتبه ورکړې همدا ډول په عايلي او کورني ژوند کي هم ښځي ته پوره مرتبه او مقام ورکړ شوی.رسول الله صلی الله عليه ښه او نيکه ښځه ددنيا غوره پانګه ګڼلې.او د خپلي ميرمن سره يې د ښه برتاو تلقين کړی.
د مسند احمد روايت ده چه د رسول الله صلی الله عليه څخه تپوس وشو چه د ميرمن څه حق دی؟" رسول الله صلی الله عليه وفرمايل چه هغه څه چه ته يې پخپله خورې هغې ته يې هم ورکوه او هغه څه چه ته پخپله اغوندې هغې ته هم وراغونده او هغه په مخ مه وهه او هغې ته بده او قبيح خبره مه کوه او د خفګان په صورت کي کور مه پريږده".
رسول الله صلی الله عليه په بل ځای کي فرمايلي دي چه
(خيرکم خيرکم لاهله)
(په تاسي کي غوره کس هغه ده چه د خپل کور والو سره ښه وي)