زړه دي رانه واخيست په خندا خو مه راګور
دومره په مينه او ادا خو مه راګوره
ولي مي زړه ته مصيبت جوړوې
های ځوانيمرګې! نو په شا خو مه راګوره
دلته په مينه او الفت باندي څوک نه پوهيږي
خلک به پوی شي په بيا بيا خو مه راګوره
زړه مي نری ده په ژړا به مي کړې
اوښکي کړه پاکي په ژړا خو مه راګوره
زما ګوهر نه دي خبري ټولي هيري کړلې
په ډک محفل کي په غلا غلا خو مه راګوره
پيښور