دومره په مينه او ادا خو مه راګوره
زړه دي رانه واخيست په خندا خو مه راګوره

ولي مي زړه ته مصيبت جوړوې
های ځوانيمرګې! نو په شا خو مه راګوره

دلته په مينه او الفت باندي څوک نه پوهيږي
خلک به پوی شي په بيا بيا خو مه راګوره

زړه مي نری ده په ژړا به مي کړې
اوښکي کړه پاکي په ژړا خو مه راګوره

زما ګوهر نه دي خبري ټولي هيري کړلې
په ډک محفل کي په غلا غلا خو مه راګوره

پيښور

--------------------------------------------

ياره ډير ژړيږم چه تا نه وينم.
سره اور کي سوزيړم چه تا نه وينم

هر څومره که چل او تدبير وکړم
خدايګو که صبريږم چه تا نه وينم

ناست يم لويه لار کي ليوني غوندي
ځان سره غږيږم چه تا نه وينم

وينه مي په ټول بد ن کي وچه سوه
ورځ په ورځ زيړيږم چه تا نه وينم

ستا په جدايي کي د ماشوم غوندي
خوبونو کي يريږم چه تا نه وينم

له ډيره بې وسۍ نه زه ګوهر
خپل ځان ته ځوريږم چه تا نه وينم

 

دانش اباد،پيښور