کله چه په ښوونځي کي وم يوه ورځ راته معلم صاحب قيصه کوله چه سکندراعظم د خورا زياتو ځايونو فتح کولو څخه وروسته د خراسان علاقې ته راورسيد.ډير کوښښ يي وکړ خو هيڅ يي ونه کړای شوی چه دا خلک تسليم کړي او تر خپل امر لاندي يي راولي.يوه ورځ ده خپلي مور ته په خط کي وليکل چه مورې يو داسي ځای ته راغلی يم چه خلک يي ډير سخت دي او هيڅ تسليمېدو ته غاړه نه ږدي.په ځواب کي ورته مور وليکل چه ددې علاقی درې کسان ونيسه او ماته يي راوليږه.سکندر اعظم دمور د امر مطابق سمدستي درې کسا ونيول او خپلي مور ته يي وروليږل.څو ورځي پس يي په خط کي ورته وليکل چه زويه ؛دا خلک هيڅکله تر خپل امر لاندي نشي راوستلی ځکه تاچي ماته کوم درې کسان راليږلي وو،هر کله چه زه د هغو نه پوښتنه وکړم چه په تاسي کي مشر کوم يو دی نو درې سره لاسونه پورته کي او وايي چه زه مشر يم.مطلب هر کس خپل ځان قومندان بولي او بل مشر نه مني
.
دا خبره رښتيا ده ځکه چه دلته هر هغه کس چه يو څو کسان ولري نو هغه خپل ځان ته قومندان وايي او د بل خبري ته غوږ نه نيسي.ياد ولرۍ تر څو چه د افغانستان مشران په دي رنځ اخته وي هيڅ کله به په افغانستان کي سوله او امن نه راځي.دلته هر يو کس دا کوښښ کوي چي ده ته خلک مشر ووايي او دد خبره ومنل سي
.
په يوه ملک کي ترټولو ضرورتونو نه لومړی سوله ده.خلک په يو ملک کي هغه وخت په خندا او خوشحالۍ سره ژوند تيروي کله چه په ملک کي سوله وي.او هغه بهترين ملک دی چيرته چي امن او سوله وي.په افغانستان کي به هغه وخت سوله راځي کله چه د يو بل خبرو ته سر کيږدو او هر مشر ځان ته دقو مندان ويلو په ځای په زړه کي صرف د خپل وطن او خلکو لپاره د خدمت او همدردي جذبه ولري.لکه څنګه چه په يوه کور کي هغو وخت خوشحالي او سوله نه راځي تر څو چه د هغه کور اوسيدونکي د يو بل خبري ته سرنه کيږدي.همدا ډول په يوه ملک کي هغه وخت سوله نه راځي تر څو چه دلته خلک د يو بل خبري ته غاړه نه کيږدي
په افغانستان کي د امن تباه کولو تر ټولو نه زيات مجرمان همدا په پارلمان کي ناست مشران دي ځکه کله چه په کال ١٩٨٩ کي د سوويت يونين سرې لښکري له افغانستان څخه ووتې نو افغانستان همدغو کسانو ته ورپاتي شو کومو چه خپلو ته قومندانان ويل او په مختلفو فرقو کي تقسيم شول.دا هغه کسان دي کوم چه په دي خبره پوهيدلي دي چه ځان ته مشر ويل او د صرف د اقتدار خواهش د يوه ملک دپاره څومره خطرناک وي٠
په افغانستان کي که اوس امن او سوله رانغله نو هيڅکله به بيا رانه نه شي ځکه چه د خورا زياتو جنګونو او سختو حالتو نه پس ددي ځای خلک په خپلو خاميانو او نمګړتياوو پوې شوي دي
له ماوزې تنګ څخه چا پوښتنه وکړه چه قوم ترقي کله کوي؟
ماوزې تنګ ځواب ورکړ چه هر کله په يوه قوم افتونه او سختي راشي نو هغه بيا پرمختګ کوي خکه چه په دې وخت کي دوئ ته د خپلو نيمګړتياوو او خاميانو معلومت وشي .ماوزې تنګ وويل خو چه کله يو قوم د مصيبت او افتونو څخه وروسته هم ترقي ونکړي نو هغه ټول عمر شاته پاته کيږي
په افغانستان کي د سختو حالتو نه پس ددي ځای خامي صرف همدا معلومه شوې چه دلته هر کس ځان قومندان بولي او غواړي د اقتدار شمله په سر کيږدي
په افغانستان کي به هغه وخت سوله راځي کله چه د يو بل خبرو ته سر کيږدو او هر مشر ځان ته دقو مندان ويلو په ځای په زړه کي صرف د خپل وطن او خلکو لپاره د خدمت او همدردي جذبه ولري.
انعام الله،پيښور