باراني ورځ ده ستا خيال مې خپور پر زړه دی
لکه خپور چې د اسمان پر مخ اوره دی

مينه دومره به وي ګرانه پوهيدم نه
چې يې بيه سا او ځان شي زړه لا څه دی

زما سترګو کې اوسيږي جانان داسې
تر بڼو لا را نيږدی لکه رانجه دی

څه عجب لرم اشنا دا قلم خلکو !
هر يو توری زما د زړه دده پر خوله دی

نور دې ګرانه انتظار زه ليونۍ کړم
نور د صبر لاس زما په لاس کې نه دی

لوبې مه پرې کوه زړه به مې را مات کړي
لا نازک دی تر شيشې، کودی خو نه دی