دا ترکومه به کړيږو زه او ته
يو په بل پسي ژړيږو زه او ته
د هجران په سرو لمبو کي به ترکومه
د پتنګ غوندي سوزيږو زه او ته
بيلتون هسي داغ راکړی ده په زړونو
په درمان يي نه پوهيږو زه او ته
هسي بند يو د رواج په زولنو کي
يو د بل نه،نه خبريږو زه او ته
مودې وشوې ستا راتلو ته انتظار يم
چه به کله يو ځای کيږو زه او ته
رقيبان مو ښکاره نه پريږدي دلبره
پټ په سترګو کي موسيږو زه او ته
ګوهره که په ژوند مو قدر نشته،پس له مرګه
زمانې ته به يا ديږو زه او ته
01.06.2010
- Hala
مينه او جفا دواړه نه کيږي
يو اوکړه اشنا،دواړه نه کيږي
قیصې کړې د جنت او ناست په پارلمان کي
نه کيړي ملا،دواړه نه کيږي .
يابه ازادي غواړې،يابه يې غلام داسي...
05.06.2010
- Hala
باراني ورځ ده ستا خيال مې خپور پر زړه دی لکه خپور چې د اسمان پر مخ اوره دی مينه دومره به وي ګرانه پوهيدم نه چې يې بيه سا او ځان شي زړه لا څه دی زما سترګو کې اوسيږي جانان داسې تر بڼو لا را نيږدی لکه رانجه دی څه عجب لرم اشنا دا قلم خلکو ! هر يو توری زما د زړه دده پر خوله دی نور دې ګرانه انتظار زه ليونۍ کړم نور د صبر لاس زما په لاس کې نه دی لوبې مه پرې کوه زړه به مې را مات کړي لا نازک دی...