مينه او جفا دواړه نه کيږي

يو اوکړه اشنا،دواړه نه کيږي

قیصې کړې د جنت او ناست په پارلمان کي

نه کيړي ملا،دواړه نه کيږي
.

يابه ازادي غواړې،يابه يې غلام داسي

هيچيري همدا،دواړه نه کيږي
 

مينه او يووالی کاميابي د قام

خو دلته له هيچا ،دواړه نه کيږي
 

يا به انقلاب راولم يا به دا وطن پرېږدم

ګوهر وايي له ما ،دواړه نه کيږي

پيښور