ځاردي شمه خکليه خماري سترګي لرې
ښکارکوي دزړونو عقابي سترګي لرې
چه کله راته ګورې زنېګېدلی په لارځمه
ډکي دنشې نه شرابي سترګي لرې
سترګي دي،دي ډکي دقدرت دکرشمونه
ډېر ډېر راته ګوره الهامي سترګي لرې
څومره ښکلې خکاري لکه دوه دجنت حوري
ګلان ترې نه شرميږي ګلابي سترګي لرې
په شونډودي مسکا وي په لېموکي ځواب راکړې
جانانه څومره شوخي ځوابي سترګي لرې
ګوهره ددنيا په حقيقت باندي به پوی شې
چه ډکي دهنر نه ادبي سترګي لرې
ارباب روډ پېښور ٣٠ مارچ ٢٠١٠
---------------------------------------------------
ګل ته مي کتل چه ته راياد شولې
ډېر مي وژړل چه ته راياد شولې
خلکو صفتونه دسپوږمۍ چه کړل
ما پوري خندل چه ته راياد شولې
ستا په محبت کي چه ختم په دار
ومي کړ توکل چه ته راياد شولې
ماته اوس حاجت د عزرايل نشته
راغللو اجل چه ته راياد شولې
صبراو قرار زما د زړه ځيني
په منډه تختېدل چه ته راياد شولې
ناست يمه په نيمه شپه کي زه ګوهر
ليکمه غزل چه ته راياد شولې
ارباب روډ پشاور
-----------------------------------------
نن مي په زړه مسته هوا راځي
داسي ښکاريږي چي اشناراځي
د تا يادونو وارخطا کړم داسي
لکه جبريل چه په حرا راځي
د خندنو سترګو بلا دي واخلم
چه درته ا وګورم ژړا راځي.
د زړه دي ياد له کوه طوره ځيني
له هري خوا نه ستا ندا راځي
دليونتوب سبب مي مه پوښته دخلکومخکي
ګوره الزام به بيا په تا راځي
جانان راکړې ده وعده دسبا
خدايه چي کله به سبا راځي
ګوهره خير دی ښه وخت به راشي
تل په تيارو پسي رڼا راځي
--------------------------------------
ووايم روح که درته زړه ووايم
يمه حيران چي درته څه ووايم
محفل دی ټول له رقيبانونه ډک
د زړه قيصه به په لېمه ووايم
کله دي سوچ کي دومره لري لاړ شم
چي تاته ځان او ځان ته،ته ووايم
دا توري زلفي که دي توره شپه ده
بيا به دي سپين مخ ته لمبه ووايم
که دي ژوندی دملالۍ تاريخ کړ
درته به کلکه پښتنه ووايم
ګوهره مه مي راسپړه دزړه رازونه
ښه به وي دا زه چه څه نه ووايم
ارباب روډ پېښور