که چېري مونږ د تاريخ مطالعه وکړو نو د امريکا د نژدې ملګرو ډير خراب او عبرتناک انجام وينو.د امريکا له نزدې او وفادارو ملګرو څخه يو هم شاه ايران محمد رضا شاه پهلوي وه٠نوموړی په کال ١٩٢٥کي زږېدلی وه.اود ٢٢ کلو په عمر کي دايران پاچا وټاکل شو.شاه صاحب په اسیا کي د امريکې ډیر نزدې او وفادار ملګری وه.د يورپ اخبارونو ده ته "امرکن ګورنر" ويلو.دامريکا په ويلو باندي ه په ايران کي په برقعه او ږيره پابندي ولګوه.د شاه صاحب په وخت کي ا يران يواځي ملک وه چيرته چه په کالجونو کي د شرابو دوکانونه وه.لنډه دا چه د امريکا هر حکم شاه پهلوي په سر او ستر ګو مانه.خو يو وخت راغی ه خلک د شاه صاحب له امريکه نواز پاليسي څخه تنګ شول او په بغاوت یی شروع وکړه.تر دې پوري خبره راورسيدله چه شاه پهلوي حکومت د شاپور بختيار په حواله که او په خپله له ملک نه وتښتيد.د شاه صاحب پوره يقين وه چه اوس به امريکا په ډيره ښه توګه دده ميلمستيا اوکړي او ده ته به د خپلي وفادارۍ بدله ورکړي.خو څنګه چه د شاه صاحب طياره دايران له حدودو څخه ووته.امريکا سترګي پټي کړلې.شاه اول مراکش ته ولاړ,بيا بهاما بيا ميکسکو ته او په همدې دوران کي شاه صاحب ملسل د امريکا څخه دمدد غوښتنه کوله خو وائټ هاوس غوږونه کاڼه کړل.په اخر کي انورالسادات پناه ورکړه.شاه پهلوي په کال ١٩٨٠ کي په قاهره کي وفات شو او د مرګ په وخت دده سره صرف دده دريمه ميرمن وه.د ده په جنازه کي هم څوک نه وه او په همدې ډول د امريکا دا وفادار پخپل بيډ روم کي امانت خښ کړی شو
.
دا صرف يوازي د شاه پهلوي داستان نه ده بلکه د امريکا د هر ملګري همدغسي انجام ده.د امريکا يو بل نزدې ملګری "اناس تاسيوسو" وه.نوموړی په نکاراګوا کي د امريکې ايجنټ وه.کله چه په نکاراګو کي د کميونيزم تحريک شروع شو نو
امريکا نوموړي ته وسله ورکړه او د کميونيزم خلاف يي ودراوه.تاسيوسيو دا جنګ تر ډيري مودې وکړ خو په کال ١٩٧٩ کي نوموړي ته په نکاراګو ګوزاره سخته شوه او له ملک څخه وتختيده.خو مګر ځنګه چه ده د ملک نه بهر قدم کيښود ،امريکا دده له پيژندو څخه انکار اوکړ٠نوموړي امريکا ته دراتلو کوښښ وکړ خو امريکا اجازه ورنه کړه٠ لنډه دا چه ده ځنګل ته مخه ونيوه او په همدې حال کي په کال ١٩٨٠ کي وفات شو٠نن څوک دده له نامه هم نه دي خبر
.
ددې نه علاوه د ښاغلي صدام حسين مثال راوخله.د امريکا په مشوره د په کويت حمله وکړه او د امريکا په اشارو له کويت څخه ووت٠همدا راز په ايران کي له انقلابه وروسته د امريکا په شيطانۍ او ذاتي مفاد له پاره صدام په کال ١٩٨٠ کي په ايران بريد اوکړ٠دا جنګ اته کاله جاري وه او په دې کي تقريبن ١٠ لاکه خلک ووژل شول.صدام د امريکا ډير وفادار ملګری وه,تر دي پوري چه اخر د تيلو په لالچ کي په کال ٢٠٠٣ کي بريد اوکړ او صدام له نيولو نه پس په ٣٠ دسمبر ٢٠٠٦ په دار وخيژاوه
.
همداسي ډير مثالونه شته.دا قوم وفاداري نه پيژني.زه چه اوس جمهورئس کرزي ته ګورم نه زړه مي ودرزيږي او مخي ته مي شاه پهلوي او صدام راشي
..................................................................انعا م الله ګوهر ارباب روډ پيښور