درته موسکۍ یمه اوس هم
زه پر بلۍ یمه اوس هم
اوس مې هم زړه کې اوسي
مقصد ژوندۍ یمه اوس هم
که ته ادم یې که نه
زه درخانۍ یمه اوس هم
چې يې غوښتي دعا کې
هغه نجلۍ یمه اوس هم
زولني کله راوړي؟
ستا لیونۍ یمه اوس هم
ځان په یو لفظ مانا کړم؟
ټوله سلګۍ یمه اوس هم
رقیب پرنګ، اشنا میوند
زه ملالی یمه اوس هم
29.05.2010
- Hala
نفاقنن مې بیا زړګی دربیږيخدای خبر چې څه به کیږيآوز ورک دخړ شپونکي شوهرې خوا ته خلک خوریږيمنډې منډې ،شور ماشور دهبیا دچا ارمان قتلیږي لاره و رکه ده هر چا نه څوک له ویرې نه رپیږيشورماشور دپیغلو جوړ ده په ګودر منګي ماتیږيطیارې په هوا ګرځيبیا مو کلی را ورانیږيچا نظر کړلو داخلک چې له یو بل...
31.05.2010
- Hala
ځاردي شمه خکليه خماري سترګي لرې
ښکارکوي دزړونو عقابي سترګي لرې
چه کله راته ګورې زنېګېدلی په لارځمه
ډکي دنشې نه شرابي سترګي لرې
سترګي دي،دي ډکي دقدرت دکرشمونه
ډېر ډېر راته ګوره الهامي سترګي لرې
څومره ښکلې خکاري لکه دوه دجنت حوري
ګلان ترې نه شرميږي ګلابي سترګي لرې...