نفاق
نن مې بیا زړګی دربیږي
خدای خبر چې څه به کیږي

آوز ورک دخړ شپونکي شو
هرې خوا ته خلک خوریږي

منډې منډې ،شور ماشور ده
بیا دچا ارمان قتلیږي

لاره و رکه ده هر چا نه
څوک له ویرې نه رپیږي

شورماشور دپیغلو جوړ ده
په ګودر منګي ماتیږي

طیارې په هوا ګرځي
بیا مو کلی را ورانیږي

چا نظر کړلو داخلک
چې له یو بل نه بلیږي

نفاق راغلو زمونږ چم ته
ورور له ورور سره جنګیږي

ماشومان مو راته ژاړي
ښوونځی مو را وارنیږي

هلته څوک په بم الوتی
ترېنه سرې وینې بهیږي

بیا څه ټکه را لویدلې
پښتانه مو وژل کیږي

ای نصرته! دا یوه خبر مې واوره
پښتانه به یوه ورځ سره یو کیږي


وزیراکبرخان مینه - کابل