زه به درشم

 

ته قرار راسره وکړه زه به درشم

 لږ مدار راسره وکړه زه به درشم

 

  چې وعدې دې د وصال راوړي ترغوږه

د ريبار راسره وکړه زه به درشم

 

  زه بندي د کور او کلي د دستور يم

ته لږ وار راسره وکړه زه به درشم

 

زه په هيله تاج محل ته دې درتلو يم

ته هم لار راسره وکړه زه به درشم

 

ها وعده دې د نيمکړي ماښامونو

په بار بار راسره وکړه زه به درشم

 

چې تکل مې د درتلو نا هيلی نشي

اعتبار راسره وکړه زه به درشم

 

ستا دمينې اسير شوی زړه مې وايي

پري وار راسره وکړه زه به درشم

--------------------------------------

سميع الدين افغاني

٣ - ٧ - ٢٠١٢

 م ٠ کال