پيمان

 

مينه کې ګټه هم تـــاوان شته دی

کله دیـــدن  کله هجران شته دی

 

عمر که تیر شي نو يادونه د ژوند

د ښو شيبو سره ارمـان شته دی

 

د جوارګرو پــه کوڅو چې ورځي

 هلته کې سود سره هم زيان شته دی

 

څه کړم قفقاز د لوړو غرونو ښکلا

چې مې پـــامير د بدخشان شته دی

 

 زما سپين غر کې د سپرليو موسم

په هره سيمه ارغـــوان شته دی

 

 لاس بــه په سر نشم د يارد د کلي

لا د ځواني مې څه دوران شته دی

 

سترګې پـــه لاره  د راتلو يم  ورته

زړه کې مې غلی شان ارمان شته دی

 

بيا بـــه ګيډۍ ،ګيډۍ د ګلو وروړم

چيرته چې مينه شته پيمان شته دی

-------------------------------

سميع الدين  افغاني

١٧  - ٧ - ٢٠١٢

م ٠ کال