سمیع الدین افغاني

افغان ځوان

 

 خپلو خلکو ته خـدمت کړي په ښه شان

افتخار کــړي  پــه تــاريخ  د لــوی  افغان

 

د  احمــــد اودمیرویس نیکه  خدمت ته
شپه او ورځ یـــــــې یوه کــــړې پــه ایمان

 

د نـــــــازو اودمـــــلالې خـــــــدمتګاردی
خپل ولس ورتـــــه د هـرڅـــه نه دی ګران

 

نازولـــــي یـــــې مدام خپـــل مشران دي
احترام ورتـــــــه لــــــري پـــــه هــــر زمان

 

ښکلی ځوان دی هم ساتونکی دسنګردی
د دښـــــــمن سره یې لاس دی پــه ګریبان

 

لوړ احساس یې دوطن څیره کې ښکاري
ربـــــه ته داسې  ځـــــوان شی نګهـــــــبان

 

 دی غمخواره اسـتعداد لري  قلم کـــــې

کړي خدمت دخپل وطن په ښکلي شان

 

همیشه د افغانــــانــــو پــــه خدمت کې
تل نازیږی پـــــــه تـــــــاریخ د لوی افغان

 

ربه تـــــــه د با احساسوساتنـــــــدوی شې
لوړ همت راته ښکاره شــــو افغان ځوان

-----------------------------------------
سمیع الدین افغاني