عزت یې شې نصیب چـې ربـه ستا پـه لیارې سـم  دي
ذلــت پــــه هــــــغـه چا چــــې د ریا پـــــه لـیارې سم  دي

تیــــرېــــږې قافلـــــې د زمـانــــې نـــــن او ســـبـا کـــــې
سر لوړي به وي څـــوک چــــې د الله پــه لیارې سم دي

انســـان لــري ډیــــــر لــــــوړه مرتبـــــه تر بل مخلوقـــه
زیبیږې ورته کــــړه چـــــې د عقبا پـــــه لیاري سم دي

ذاهـــــــد پـــــه عـــبادت رسـي د ذهـــــــــد مرتبې تـــــه
سجـــدې یې شې پخې چــــې درضا په لیارې سم دي

سخي پـــه سخاوت بانــــدي حاصل د زړو رضا کړي
منــلی بـــــه وي څوک چـې د سخاپـــــه لیارې سم دي

ژونــدون هسې عبـــث چې تیروي متاع یــــې څـــــه ده
پیـــــرو د سمې لیار د مصطفــی پـــــه لیارې ســــم دي

درګـا تـــــــــه دي الله زه افـغانــــــي لاس پــــــه دعا یــــم
مطلب ته رســـي څوک چـــې  د دعا پــــه لیارې سم دي
************
سمیع الدین افغاني

سپتامبر ۲۰۰۳