ستــــا د رضــــا دامیدونــــو سجدې
ربه ستا در کــــې د عذرونو سجدې
د ګــــناهونو نــــه منزلـــونـــه جوړ دي
غــــواړم ادا د ګــــناهونــــو سجـــدې
ســــتا دغفار کــــریم رحیــــم له نومو
شــي که قبول د طاعــــتونو سجدې
زاهــــده ځانــــله چـــې مغروره نه شې
زه یــــم پیرو د پــــاکو زړونو سجدې
څوک دی عابدستا ددوزخ له ویرې
څوک کړي سجدې دثوابونوسجدې
چې مسلمان دی او قایم په خپل دین
کړي پنــــځه وخته د فرضونو سجدې
که افغاني وطــــن کـــې سوله راغله
زه بــــه ادا کــــړم د نفــــلونوسجــــدې
*********
سمیع الدین افغاني
کال ۱۹۹۸
مهاجرت
28.04.2011
- د سراج الدین کلیوال اسلامي او اصلاحي ویبلاګ
یو افغان ځوان چې د خوست ولایت اوسېدونکی دی، په دې وتوانیده چې فیسبوک ته کټمټ ورته وېبپاڼه جوړه کړي.دغه ځوان ۲۲ کلن دی او امیر نومیږي.هغه وایي چې دغه سایت یې ځکه کټ مټ د فیسبوک غوندې جوړ کړ چې د نړۍ ځوانانو ته وښیي چې افغان ځوانان هم تر چا کم نه دي .ښاغلی امیر ټینګار کوي چې دغه پاڼه به په تخنیکي او د امکاناتو په برخه کې د فیسبوک نه هم بډایه کړي.د دغې پاڼې کار په سلو کې ۹۹٪ بشپړ شوی دی.د دې وبپاڼې پته ده:...
28.04.2011
- د سراج الدین کلیوال اسلامي او اصلاحي ویبلاګ
عزت یې شې نصیب چـې ربـه ستا پـه لیارې سـم ديذلــت پــــه هــــــغـه چا چــــې د ریا پـــــه لـیارې سم دي
تیــــرېــــږې قافلـــــې د زمـانــــې نـــــن او ســـبـا کـــــېسر لوړي به وي څـــوک چــــې د الله پــه لیارې سم دي
انســـان لــري ډیــــــر لــــــوړه مرتبـــــه...