عبث ژوند

 

محترمو لوستونکو  ا

زه یو وخت د مســــکو د ښار د پتروفســــکي په نامه بازار ته دیو دوست سره لاړم۰ د بازار په هغه لیکه کې چې افغانانو مالونه خر څول یو شمیر دوستانو ځــــما څخه هیــله وکــــړه چې د مسکوپه بازارونو کې د افغانانود مشکلاتوپه نـــظر کې نیولوسره یو څه ولیکې۰ یقین وکړۍ کله چې ما دافغــــانانودا حالت ولیده ،ډیر غمګین شوم، اود افغانانو دغوښتنې سره ســم مې د عبث ژوند

 تر سر لیک لاندې دغه شعر ولیکه۰

عبث ژوند

 

ګټه پاتې نه شوه د شیانو پــه خر څلونو کې

ګرځم رینکونو کـی۱  راګـرځم رینکونو کې

 

څه خو د بدماش یا خولیګان۲ دلاسه زار یو

څه بیا د پــــولیــــسو د زندان د لاسه زار یو

کلــــه بیا رینــــک کې د اخران دلاسه زار یو

نیم زړه مو اوبه شــو د دالرو په نرخونو کې

ګرخم رینکونوکـې را ګرځم رینکــونوکې

 

 

څه رانه رینــــک کې ښي او چپ لاس ته ورکیږی

کله بیا په یو کــــارتن کې نیم کارتن برک ۴ خیژی

مال چـــې مو تلپــــت ۵ شي هغــــه ټول راتاونیږی

یو بیک موپه شا وي اودوه درې موپه لاسونو کې

ګرخــــم رینکونــــو کـــې  را ګرځــــم رینکونــو کې

 

څــــه رانه مــــوټر او په ټکسي کې مصرف کیږي

څــــه په جـــریمه او تــــالاشي کــــې مصرف کیږي

څه د شاګــــردانو همــــکاري کــــې مصرف کیږي

نقدی چې پیــــدا شي هغه لاړ شي مصرفونو کې

ګرخــــم رینــــکونو کــــې را ګــــرځم رینکونو کې

 

دا ټول مــــجبوری ده چې په ځان مو قبول کړې ده

کار د ناچــــاری ده چــــې په ځان مو قبول کړې ده

ننــــګ د افغاني ده چې پــــه ځان مو قبول کړې ده

سترګې نه خلا صیږي هرسحرموپه خوبونوکې

ګــــرخم رینکونــــو کې را ګــــرځــم رینکونو کې

 

------------------------------------------------------

۱ رینک  ،   خلاص بازار   ۲  خولیګان  ،  بدماش  ۳  اخران ، د بازار محافظ  ۴ برک ،  نیمه خراب ۵  تلپت ، هغه مال چې نه خرڅیږی ۰

مها جرت کال  ۱۹۹۴ 

سمیع الدین افغاني