نظم* جلال امرخېل
هـــغه شـــپه به پـــــه ما څــــــه رنګـــــــه تېريـــــږي
چې ستا فون راشي چې زه يـــــې بل تــــه ورکړم
مـــور او پلار مې زمــــــا زړه تــــــه پام و نـــــه کړ
پـه خپل واک شول په خپل زړه يې بل ته ورکړم
هغه شپـــــه بــــــه څــــــه پــــــه چېـــغو چېغو ژاړم
ته به څه پــــه جان قــــــربان وايې چې خـــــير دی
زه بـــــــه ښــې ډېـــــــرې کنځلې درتـــــــه وکــــــړم
ته بــــــه بيا هم راتــــــه ګران وايې چــــې خير دی
زه بـــــــه وايم چې تـــــــه څومره بـــــې پښتو يـــې
يـــــو کال بل دې انتـــــظار کـــــــولـی نــــــه شـــــو
تـه بــــه وايې مـــــور او پلار مـــــــې مړه کــــــولم
تر قيـامــــــته مې انـــــــکار کــــــولی نــــــــه شـــو
زه بـــــــه وايم چـــــې زه ســتا نـــــــه بغير مـــــــرمه
تــــــه بـــــــه وايې ګـــــــــرانه مړه دې دښمـنان شه
دا دعا بـــــــــه درتــــــــه ټــــــول عــــمر کـــــــومـــــه
چې تر ما دې د ژوندون ســــــتوری روښان شــه
تــــــه بــــــه څـــــــه شاعـرانـــــــه خـــــبرې وکــــــړې
او زمـــــا ژبــــــه بـــــــه بنـــــــده بنـــــــده کــــــيـــږي
تــــــــه بــــــــه وايـــې دا دســــــتور د زمانـــــې دی
چې رښتينې ميــــــنه هـــر وخـــــــت ناکامـــــيږي
زه بـــــــه وايــــــــمه چې زړه مې پـــه منځ بېل شو
تـــــــــه بـــــــه وايې لېونـــــــيه! زړه دې ښــــه کـړه
باسواده يـــــې ، شاعــــر يې ، ښــــه هوښيار يې
داســـــې ذېل د ماشومانو غونـــــــدې مـــــه کړه
تــــــه بــــــــه وايــــــــې اخــــري ارمان دې وايـــــــه
ځکــــــه دا مې اخـــــــــري ځل تليـــــــفون شــــــــو
د پښــــــتو پالل هــــــــــم ګلـــــــــه لازمـــــــــي دي
خير کـــــــه بې لــــــه تا نيمګړی مې ژوندون شو
مبايل بــــــه مې لـــــــه ځمکې راګـــــــوزار کـــــړم
لکــــــــه زړه زما ، بــــــه پړک پــــــه منځ جدا شي
زر ټوټې بــــــــه مې هـــــــنداره د کــــــوټې کــــــړم
پر څنګل بــــــه مــــــې د وينــو ليکـــــې راشــــــي
هغه شپه بــــــــه نو اسمان څومــــــره رالنــــډ وي
او لاسونـــــــه بــــــــه زمـا څـــــومـــــــره اوږده وي
د ازل مــــــخ بــــــه تک سور وي پـــــــه څپېــــــړو
تار پــــــه تار بـــــــه يـــــــې تڼـــــۍ د ګرېــوانه وي
هغې شپې نـــــــه پس به پاتې تـــش کالبوت شم
نــــــه بــــــه درس وي ، نــه به شعر وي نه به زه يم
کائېـــــنات بــــــه ټول بې رنګـــــه راتــــه ښکاري
بس خـــــو مړی بــــــه حساب پــــــه ژوندانـــــه يم
**********
هغه شپه هم دا دی راغلـــــــه تــــــه يـــــې ورکړې
فــــــون دې راغــــــی پــــــــه ژړا دې راتـــــــه ووې
چې اخــــر دې کـــــړم سره اور تــــــه ورګـــــوزاره
پـــــــه فــــــريـــاد پـــــــــه واوېلا دې راتـــــــه ووې
ما کــــــه هر څـــو جـــــان قربان درتـــــــه ويلـــــــې
مـــــرګ ، بـــــلا ، تنـــــدر ، وبا دې راتـــــــه ووې
لـــــــه غربت او بې وســــــۍ مــــې درتــــــــه ووې
بـــــې پښـــــتو او بـــــې وفـــــــا دې راتــــــــه ووې
کـــــه هر څـــــومـــــــره تسلـــــي مــــــې درکـــــــوله
تــــــه هم هسې پــــــه کنځلـــــو بانــــــدې ســر وې
لــــــه هر ټک سره مې برېــــــښ پـــــــر زړه راتللو
د بنګـــــړو پــــــه ماتــــــولو بانـــــــدې ســـــــر وې
******
هــــــغه شـــــــپه هم دا دی تېره شــــــوه ســبا شوه
د ســــــهار ګــــــــــــلان هـــــــــماغــــــسې تازه دي
نــــــه مې زړه ، نــــه مې مبايل په منځ بېل شوی
نــــــه ياران راټــــــول زمــــا پــــــــــه جــــــــنازه دي
د سهار لمونځ تـــه په خپل وخت را اوچت شوم
پوهنتون تـــــه هم پــــــه وخت باندې روان شــوم
خــو چې کلــــــــه آيېنې تـــــــه مخامــــــخ شـــــــوم
کليمه مې پــــــه ځان تېره کــــــړه ، حيـــران شوم
کــــــــه هر څو مې سترګـــــــې غټــــــې غـــــــړومه
آيېنه کــــــــــې مې څــــــــهره ليــــــــدلی نــــــــه شم
خپل وجــــــود مې راتــــه نه ښکاري چې څه شو
د خپل ځان يـــــــــوه ذره ليــــــــدلی نــــــــــه شـــــم