غزل     محمدولي شكېب

څوك لېوني كړي اوڅوك وباسي له كاره سترګي

څوك پرمين سي اوڅوك كړي په زړه بېماره سترګي

الله وركړې ده ښكلادى حسنداره جانان

څنګه ورواړوم باداره ګنهګاره سترګي

ربه وښكلوته په بدنظركتل نكوم

ثواب يې بولمه ښايستې دي شغله داري سترګي

داتوري سترګي نرۍ ورځي باڼوګان مي وژني

چي كله ووينم ملګروزه پرلاره سترګي

ديوكتوتاب يې هم نلرم چي وكړي نظر

(شكيب)ليدلي دي په خپله تاثيرداره سترګي