غزل شاعرخان محمددلسوز

څوك چي تل كوي عزت دمېلمنو

په ژوندون كي به ياديږي په درنو

دامنم چي نوربه هم مېلمه پالان وي

پدې كاركي نوم ګټلى پښتنو

مېلمه هيڅكله دڅه غوښتنه نكړي

صرف اړتياده ستادورين تندي ليدو

دسترخان چي غوړوي څوك په كوټه كي

برخمن به وي دخداى درحمتو

هغه كس به څه يادګاردنياته پريږدي

چي نه خپل قدرلري نه دپردو

زه(دلسوز)به تل دهغوتابعداريم

چي مېلمه ته درناوى كړي ترپيسو