مینه انتظار/غزل

خبره نه یم چي دچالپاره ژوندتېروم

چي تورو شپوکي دسبالپاره ژوندتېروم

والله چي شونډي مي په ډیرو دعاګانو وسوې

لابه ترڅودبې وفالپاره ژوندتېروم

شایدچي ته به هم تل وایې کلمې دمیني

دسترګوتوره!زه هم ستالپاره ژوندتېروم

زماخودسترګوچینو واخیستی سور رنګ دوینو

نصیبه!څوبه دژړالپاره ژوندتېروم

نن شپه مي ډېر راته یادیږي ستاخواږه یادونه

خو«انتظار»ستادحیالپاره ژوندتېروم