غزل

نه په زحمت نه په سختي ماتيږي
زړونه ښيښې دي په نرمي ماتيږي

دې ميكده كي پرهرڅه سربېره
په سجدوباندي تندي ماتيږي

څه له ښېرې سپېره خزان ته كوو
دلته ګلان په پسرلي ماتيږي

دومره ضدولي كوې جاردي سمه
دشاعرزړه دي سم دستي ماتيږي

زموږچي دسترګوتورول ذده نه وو
خودموليموكي سلايي ماتيږي

 (صديقي ) ستانوم وي دژبوپرسر
هروخت ګودرباندي منګي ماتيږي