داحمد جان ( خا دم پيژندنه
اصلي دکندهار دولايت دميوند د ولسوالۍ اوسيدونکى دی احمد جان ( خادم په ۱۳۶۲هجري ش کال کي دايران په زا هدان کي دمها جرت په ديار کي زيږېدلى دی احمد جان ( خا دم ) خپل لمړنۍ زده کړي دخپل کلي د ملا څخه کړيدي کله چي دمها جرت څخه خپل هيواد ته را ستون سو احمد جان ( خا دم )دکندهار او هلمند ولايتونو په مختلفو سيمو کي خپل ديني زده کړو ته دوام ورکړ ديني زده کړي ئې تقريبا پای ته رسولي وي چي دکورني مشکلاتو له امله پدې ونه تو انيدى چي لنګوټه وتړي دکورنۍ دنفقي دپيدا کولو دپاره ئې ددهقانۍ دکاره څخه بيا تر دوکانداري پوري هر ډول کارونه کړيدي او حتي ډير سخت او شا که کا رونه ئې هم سرته رسولي او دکورنۍ دنفقې دپاره ئې دا دروند بار پر خپلو اوږو وړيدى .
احمد جان ( خادم ) پر ديني زده کړو سر بيره په ادبي او فرهنګي هڅو کي تر نورو پا ته ندی را غلی ۱۳۸۴ هجري ش کال چي په هلمندکي لمړۍ بست فرهنګي ټولنه په فعاليت مشغول وه شامل سو او په ټولو ادبي او فرهنګي منډو کي ورسره تللی دی .
احمد جان ( خادم ) تاند او نازک خيا له شا عر دی قلم ئې خو ځنده دی او داسي شعرونه افغانانو با الخصوص هلمنديانو ته وړاندي کوي چي ددوی دډيري علاقي وړ ګرځي
احمد جان ( خادم )اوس دبست درا ډيو دمشهورو نطا قانو څخه دي او په هلمندکي ډير مينه وال لري
ورته دخدايه څخه دنورو برياليتوبونو هيله کوم
دايې هم دشعريوه نمونه
دغزل توري
ترخالودي ښائسته دغزل توري
پرتندي که نوشته دغزل توري
خودبه زماشعرونه داسي بې معناوي
چي ديارمي ندي زده دغزل توري
پرسپين مخ دي دواړي سترګي داسي خوندکړي
لکه پاڼه باندي دوه دغزل توري
زه ئې خپلو رقيبانوته رسوا کړم
خداى دي کړي په غم اخته دغزل توري
دپښتويوڅومصرۍ اودي ليکلي
د(خادم) پرهديره د(غزل) توري