سېلاب پيژنۍ؟
هغه سېلاب چي دخپل هنر دڅپوپه مينځ كي يي دډيروخلګوزړونه اوخيالونه اخيستي اوپه هغوى ډول ډول لوبي كوي اودخپل سېلاب هنرپه شورسره يي ډيركسان ويښ ساتلي .دهلمندپياوړى ليكوال اوشاعردهلمندي شاعرانودزړونوشاعرښاغلى عطامحمد(سېلاب)يادوم
تاسوبه يي هم پيژنى خوزه يي ښه پيژنم اوغواړم تاسودرنولوستونكوته يي درمعرفي كړم .
عطامحمد(سېلاب) چي اصلي نوم يي عطامحمد اوقلمي نوم يي سېلاب دحاجي پيرمحمدزوى په قوم تره كى ليليزائى په -۱۳۶۳ ه ش كال دهلمندولايت په لـښكرګاه ښاركي زيږېدلى چي اوس مهال يي عمر۲۷ كلونوته رسيږي .زده كړي يي تريوولسم ټولګى پوري كړي دي اوبياورنه ښوونځى دڅه ناڅه ستونزوله كبله پاته سوې اوس هم په دې تكل كي دى چي خپلوزده كړوته دوام وركړي . دشعراوشاعرۍ سره يي دماشوم توب څخه مينه درلوده .
خو په ۱۳۸۴ ه ش كال كي يي خپله هم په شعرليكلوپيل وكړ.
چي تردامهاله يي د۶۰۰ څخه تر۷۰۰ پوري شعرونه ليكلي دي دشاعرى بڼه يي زياته عشقي اوطنزي ده ددې ترڅنګ حماسي اوصوفيانه كلام هم ليكي ښاغلى سېلاب دانه چي يوازي شاعردى بلكي يوپياوړى اوتكړه ليكوال هم دى .
سېلاب صاحب دبګړۍ مجلې ،صفارمجلې اولښكرګاه مجلې مرستيال كمپوزراوكتنپلاوى پاته سوى دى .
او اوس مهال دبست فرهنګي ټولني دمرستيالى چاري په غاړه لري .ورسره ترڅنګ دخپل حلال كسب دوكاندارى دنده هم پرمخ وړي .
ښاغلي سېلاب ته خداى ج پټه خوله دنګه ځواني دميني ډك زړه غنم رنګه څهره اوښه استعدادوركړى
دښاغلي پيرمحمدكاروان اوښاغلي دروېش دراني شعرونه يي زيات خوښيږي.
دښه ژوندپه هيله يي يوتل دي سرلوړى اوسي.
دده په ستاينه كي تاندشاعر:خليل احمد(خوشحال) داسي وايي!
شاعري دي بې مثاله ده سېلابه
ښايسته بدري جماله ده سېلابه
ستابيتومي دزړګي انګړنيولى
پكښي مينه كليواله ده سېلابه
دهرشعره دي دميني څاڅكي اوري
ستاڅهره هميش خوشحاله ده سېلابه
هرغزل دي دكاروان په څېرخوږه ده
ځكه ډكه دكماله ده سېلابه
زه (خوشحال)به دي همېش صفت كومه
پاكه مينه تل حلاله ده سېلابه
زه يوبيت ورته ډالى كوم
درقيب څخه ناحقه كره كه نه كړو
دجانان په څېرسړي موزړه كي اوسي
په درنښت
زمرى( بستي) هلمند
داهم دښاغلي سېلاب دشعرنمونه
غزل
رقيب لاسونه چي دياردوه باړخوګان ونيسي
لكه كافرفوځ چي داسپين افغانستان ونيسي
ستادښكلاعسكرمي داسي خوارنظرټينګ لت كي
لكه په جنګ كي چي طالب امريكايان ونيسي
داسي زورغواړي لكه وچي وزي سړى ترساتول
چي ته ولاړيي بل دي غيږه كي جانان ونيسي
چي دخپل كورپه نړېدوباندي ګل مخي ويني
زمازړګى ګوته په غاښ ورته حيران ونيسي
چي دس تورى دجانان له پستوشونډو واوري
((سېلاب)) دژبي په لاسوورته قربان ونيسي