دهلمندادبي بهيراونيزراپور==== ليكونكى محمدزى سجاد
تېره جمعه دهلمندادبي بهيرپه تالاركي دګڼ شمېرشاعرانو،ليكوالانواواديبانوترمنځ يوه شانداره غونډه جوړه سوه چي كوربه توب يې دښاغلي رفيع الله ايثارپه غاړه ؤدغونډي پيل ښاغلي خليل احمدخوشحال دقران په څومباركواياتونوسره وكړ.
چي وروسته دښاغلي عبدالهادي عمري لخوا دراتلونكي اونۍ كوربه اوګزارش ليكونكى وټاكل سوه چي كوربه معلم موسى يوسفزى اوراپورليكونكى نذيراحمدوروراودغونډي ارزيابي كونكى ښاغلى شريعت يارصاحب وټاكل سوترعمري صاحب وروسته ځلاندكاكړدتيري اونۍ ګزارش وړاندي كړچي ډېريې پراصولوبرابر ليكلى ؤ ترنوموړي وروسته دغونډي لومړۍ برخه دويناوه چي دبهيردمشرتابه ښاغلي سيدمحمدحيرت لخوا پيل سوه نوموړي يادونه وكړه چي بايددغونډي انانسرپروخت غونډي ته حاضرسي چي دغونډي په ټولوموضوع ګانوخبر سي وروسته يې دښاغلي ځلاندكاكړراپوروستايه چي تېره اونى يې ليكلى ؤ
دوينا دبرخي دوهم ويناوال ښاغلى ادم صفت الله ؤ نوموړي زياته كړه چي نورمړي ستايي خوموږ بايدژوندي وستايوبايديادونه وكړوچي صفت الله صاحب په هلمندتلويزيون كي دژونداوادب ادبي خپرونه هم چلوي ځكه نوموړي يادونه وكړه چي هره اونۍ بايدداخپرونه پريوشاعرجوړه سي
الحاج محمداسمعيل شريعت ياردغونډي دريم ويناوال ؤ چي دالهام په هكله يې خپل معلومات وړاندي كړل نوموړي زياته كړه چي الهام دخداي ج له طرفه ديوچاپه زړه كي دخيرخبره په ناڅاپه توګه وراچولوته وايي ځكه خوهرمجازي اوفاسقي شعرته الهام نسوويلاى ترنوموړي وروسته
دكره كتني برخه راورسېده كره كتنه دښاغلي زمري بستي پرښكلې غزل وه دكره كتني په برخه كي زمري بستي خپل دغزل مطلع چي
زمامينه ستاځواني بې شرنګه مكړې
دادزړونوموسيقي بې شرنګه مكړې
دكره كتني ډلي ته وړاندي كړكره كتونكوپه دې بيت كي نيمګړتياونه ليده اودابيت يې وستايه
ربه زمادژوندون ساه پكښي چليږي
دجانان دلاس بنګړي بې شرنګه مكړې
دادبستي دغزل دوهم بيت ؤ چي دكره كتونكولخوا ځيني نيوكي پروسوې ښاغلي حيرت صاحب وويل چي په پورته بيت كي دجانان كلمه مذكرده اوبنګړي مونث ته ورپه لاس كيږي ښاغلي عمري پدې بيت كي بنګړي جامدوبلل اوزياته يې كړه چي دژوندون ساه په بنګړيوكي نه چليږي پدې اړه عطامحمدسېلاب يونظروړاندي كړچي دټولودمنلووړوګرځېدنوموړي وويل دژوندون دساپرځاى دي دنظرساوليكل سي نورپدې بيت كي څه نيمګړتياپه ګوته نسوه
دريم بيت چي دكره كتونكوپه اندله نيګړتياڅخه خالي ؤ
نن يې بيا دليونۍ دليدوورځ ده
دانظردليوني بې شرنګه مكړې
بل بيت
ديوچادحسنرا شورپكښي راخلم
ځكه وايم شاعري بې شرنګه مكړې
په همدې ډول دنوړي پنځم بيت راورسيدى
دښايست پېغلي راځي سترګوچينوته
ګودرونه اومنګي بې شرنګه مكړې
پدې بيت كي دښاغلي حيرت اوصفت الله صاحب نيوكه وه چي ګواكي په لومړي بيت كي مبتداوخبر ندي مراعت سوي له دې سره بستي خپل دغزلي مقطع وړاندي كړه
بستي هرڅوكه مي ياروژني خوبياهم
وايم دانېزه بازي بې شرنګه مكړې
دابيت رشتياهم په زړه پوري ؤخودكره كتونكوله ډلي څخه خوكره كتونكووويل چي دده اويارنېزه بازي څنګه يعني دواړه سره وهي
پردې ځاى كره كتنه خلاصه سوه خوپه اخركي ځلاندكاكړخپل نظر ووايه نوموړي لومړى دبستي دشعرښېګڼـي په ګوته كړې اودهغه شاعري يې وستايل اوبيايې دبستي په شعركي هغه نيمګړتياوته ګوته ونيول چي پكي موجودي وې ديوسالم پيغام نه شتون ؤ هيره دي نه وي چي ښاغلي عمري دكره كتني دنظم په اړه ډاډوركړه چي اينده به سميږي
ښاغلي بستي دخپل شعرڅخه ددفاع په موخه دښاغلي حيرت صاحب پوښتنه دپښتوژبي دنوموتي شاعررحمت شاسايل په ويناځواب كړه چي نوموړى واي چي موږ جانان هرچاته ويلاى سو عمري صاحب بنګړي جامديادكړي وه چي بستي وويل چي زمايې شرنګ مراددى دملګروهغه فكرچي دنېزه بازۍ په اړه يې كړى ؤ ښاغلي بستي وويل چي زه دسترګواوبڼونېزه بازي ښيم
دكره كتني برخه پاى ته ورسېدل دنثربرخه راورسېدل دنثرپه برخه كي ښاغلي احمدقيس هاشمي لنډه كيسه وړاندي كړه عنوان يې ؤدپلار قاتل رشتياهم ښكلى مفهوم ؤ چي صورت ته يې لړزه وروكول دابرخه همدومره وه وروسته مشاعره پيل سوه لومړى شاعرمعلم محمدموسى يوسفزى ؤ چي دخزان په اړه يې ښكلى شعروړاندي كړ همداسي نذيراحمدورورانتخابي څلوريځه خداى رحم سوال اوځواب ،سجاد.بستي ،كيهان،هريوه خپل پروارغزل وړاندي كړه اوس هغه وخت راورسېدى چي خوږاوازه ګران محمدعالم مجبور دخپل ښكلي اوازپه واسطه ترمكې اومدينې پوري بوتلوعطامحمدسېلاب څلوريځه اوغزل وړاندي كړه ربه زموږ داعاشقي بې شرنګه مكړې
ځلاند كاكړه ته بلنه وركړل سوه نوموړي معذرت وغوښت عصمت الله افغان ديودرځن شاعرانوپه زړه پوري طنزي شعرولوست ترنوموړي وروسته دجماعت ږغ وسوترجماعت وروسته بياهم مشاعره پيل سوه چي محمدخان نورزي خليل احمدخوشحال عبدالوهاب مينه يار ښاغلي محمدنسيم افغان عصمت الله سمسور عبدالاحدسلطاني اوياسين الله حيران په خپل وارسره مشاعره په خپلوشعرونوښكلې اورنګينه كړه په همدې سره دمشاعرې هم په ټولېدوسوه اودارزيابۍ لپاره ښاغلى شريعت يارصاحب ته بلنه وركړل سوه دنوموړي په ويناټول شعرونه ښكلي وه مشاعره ښكلې وه خودده په ددې اونۍ غوره شعردمحمدزي سجادشعرؤ
دادم صفت الله په دعايه وينا غونډه پاى ته ورسېدل
په درنښت