دښځوحكومتداري يامشرتوب په اسلام كي دقرآن اوحديث دواضحه ارشاداتوپربناباندي داخبره دڅوارلس سوه كالوڅخه دامت فقهاومنلې ده چي په يواسلامي حكومت كي مشرتوب ياحكومت داري يوې ښځي ته نده سپارل سوې علامه ابن حزم دمراتب الاجماع په نومي كتاب كي ليكلي دي چي په نوموړي كتاب كي يې هغه مسائل راټول كړي دي چي پرهغه باندي دټول امت اتفاق دى په هغه كتاب كي ليكلي دي (واتفقواان الامامة لاتجوزلامراة)مراتب الاجماع صـ۱۲۶ـ پردې دټولوعلماء اتفاق دى چي امامت ياحكومت دښځي دپاره جايزندي پردې خبره نوردلايل هم سته يوحديث دى لن يفلح قوم ولوامرهم امرآة صحيح البخاري باب كتاب النبي الى كسراوقيصرحديث نمبر۴۴۲۵ يعني يوقوم هيڅكله نسي كامياب كېدلى چي دوي خپل امارت ياحكومت ښځي ته وسپاري پدې حديث كي دخبره صراحتاذكرسوې ده چي رسول اكرم صلى الله عليه وسلم داخبره هغه وخت وكړه چي دفارس خلګوخپل حكومت يوې ښځي ته سپارلى ؤځكه نوداحديث دښځوپرنه جواز دليل دى په يوبل حديث كي رسول اكرم ص فرمايي كه ستاسي حاكمان ستاسي بهترين خلګ وه اوستاسي سرمايه داره سخيان وه اوستاسوكارونه په مشوره كېدل نوستاسي دپاره دځمكي مخ دځمكي له نس څخه بهترين دى اوكه ستاسوحاكمان بدترين خلګ وه اوسرمايه داره بخيلان وه اوتاسومعاملات ښځوته سپارلي وه نودځمكي نس تاسوته دځمكي دسرنه بهتردى __ جامع الترمذي ابواب الفتن صف ۵۲ج۲ الله جل جلاله فرمايي وقرن فى بيوتكن ولاتبرجن تبرج الجاهلية الاولى خپل په كورونوكي په قراره كښېنئ اوداولوجاهلانوپه رقم دكوره مه وځئ ددې ايات څخه په وضاحت داخبره معلوميږي چي دښځي اصل زمه واري ددې دخپل كورزمه واري ده داسلام په ټولواحكاماتوكي داخبره په نظرراځي چي ښځه يوپټ اودپردې شى دى چي بېله ضرورته يوې مجمعې ته ورتګ يې په يوه حالت كي رواندى درسول اكرم صلى الله عليه وسلم ارشاددى المرآة عورة فاذاخرجت اتشرفهاالشيطان ترمذي باب النكاح حديث نمبر ۱۱۸۳ ښځه يوپټ شى دى كه ووتل شيطان ورپسې كيږي نوپدې وجه ښځي ته دپردې حكم وركول سوى دى اوعامومسلمانانوته ددې تاكيدچي واذا سآلتموهن متاعافاسٌلومن وراء حجاب سورة الاحزاب اوكه تاسودهغوۍ څخه څه شى غواړۍ نودپردې دشاڅخه يې طلب كړى داسلام ډېراحكام اوشعائرچي دهغواداكول دكوره څخه پروتلوموقوف دى دهغوڅخه يې ښځي مستثنى كړي دي مثلادجمعې دلمانځه څومره فضيلت دى اودنارينه لپاره دشموليت څومره تاكيدسوى دى ليكن دهغه سره سره رسول الله فرمايلي دجمعې لمونځ يوداسي فريضه ده چي پرهرمسلمان واجب ده ماسوادڅلوروكسان څخه يوغلام چي دچاپه ملكيت كي وي دوهم ښځه دريم كوچنى څلورم مريض (سنن ابي داوودباب الجمعة حديث نمبر۱۰۶۷) همدارنګه دجنازې دتګ څخه ښځي منع سوي دي حضرت ام عطيه فرمايي موږ دجنازې دتګ څخه منع كړه سوي يو (صحيح البخاري ج۱ ص ۱۷۰) جهادداسلام په احكاموكي يواهم ركن دى ليكن څرنګه چي دكوره څخه دباندي دى پدې وجه دښځوڅخه ساقط سويدى چي رسوالله ص فرمايي پرښځوجهادنسته (مجمع الزوايدج ۲ص ۱۷۰ تردې پوري چي حضرت ام سلمه رض دجهاددشوق په وجه درسول اكرم ص څخه غوښتنه وكړه نوالله پاك دااياتونه نازل كړه ولاتتمنوبمافضل الله به بعضكم على بعض تاسي ارزومكوى چي موږ ستاسي څخه بعضوته پربعضوفضيلت وركړى دى كه څه هم رسول اكرم ص ښځوته په خپل دوركي په تياره كي دلمنځونوپه جماعت سره داداكولواجازه وركړې وه ليكن ددې اجازې سره سره يې فرمايل (وبيوتهن خيرلهن ) ددوۍ خپل كورونه ددوۍ دپاره بهتردي (ابوداود۵۶۷) دقران اوسنت دذكرسوودلايلوپه وجه تراوسه پوري په هردوركي دامت مسلمه پردې خبره اتفاق اواجماع راغلې ده چي په اسلام كي دحكومت زمه واري ښځي ته نده سپارل سوې اودامت اجماع زموږ دشريعت يومستقل دليل دى امام الحرمين علامه جويني (رح)داسلام پر سياسي نظام باندي ډېركتابونه ليكلي دي چي دهغه جملې څخه يودغياث الامم په نامه كتاب هم دى چي په هغه كتاب كي امام الحرمين ليكلي (ومن الصفات الازمة المعتبرة الذكورة والحرية) غياث الامم للجويني ص ۸۲ دحكومت دارۍ اوامارت لپاره چي كوم لازم صفات دي اوشرعامعتبردي هغه نارينه توب اوازادكېدل دي په كتاب الارشادصـــ ۳۵۹كي يې ليكلي دي (واجمعوان المرآة لايجوزان تكون اماما)پردې دټولوعلماء اتفاق دى چي ښځه دملك مشرياامام نسي جوړېدلاى امام بغوي رح په پنځمه صدى كي مشهور مفسرمحدث اوفقيه ؤهغه ليكلي دي (اتفقواعلى ان المرآة لاتصلح ان تكون اماما) شرح السنة للبغوي ج ۱۰ ص ۷۷ قاضي ابوبكرهم دابوبكرة رض حديث ذكركړى اوفرمايي وهذا نص فى المرآة لاتكون خليفة ولاخلاف فيه احكام القران لابن العربي ج ۳ص۱۴۴۵ علامه قرطبي هم په خپل تفسيركي دابن عربي داقول ذكر كړى دى اوويلي يې دي چي دايواتفاقي مسله ده تفسيرقرطبي ج۱۳ص۱۸۳ اوامام غزالي رح فرمايي الرابع الذكورة فلاتنعقدالامامة لامراة وان اتصفت بجميع خلال الكمال وصفات الاستقلال (فضايحالباطنية ۱۸۰ دمشرتوب اوحكومت داري دپاره يوشرط نارينه توب دى لهذا ديوې ښځي مشري اوامارت بالكل جايزندى كه څه هم ښځه په ټولوصفاتوموصوفه وي علامه تفتازاني وايي چي دمشرتوب يوشرط نارينه توب دى (شرح المقاصدج۲ص۲۷۷ اوكه څوك پدې باندي استدلال كوي چي په جنګ جمل كي حضرت عائشه رض شريكه وه يامشرتوب ددې په لاس كي ؤ حضرات صحابه كرامونوروامهات المؤمنينوداعمل خوښ نكړځكه ام المؤمنين ام سلمة رض يومؤثرخط حضرت عايشې ته يې وليكي چي په هغه كي يوه داخبره هم وه كومه پرده چي رسول الله پرموږ اچولې ده هغه پرده مه څيره خپل دكورپه څلوردېوالي كي كښېنه (العقدالفريدج۵ص ۶۶ ام المؤمنين حضرت عايشې هم پردې كارپښېماني وكړه اوحضرت عبدالله ابن عمرته يې وويل تاددې سفره زه ولي منع نه كړم په الله قسم كه تازه منع كړې واى زه به هيڅكله نه واى تللې (نصب الرايه للزيلعي ج۴ص۷۰) بيا دجنګ جمل څخه وروسته ددې پښېماني يوه علامه داوه چي كله ئې په خپل كوركي تلات قران كوى دسورة احزا ب پردې ايات راغله (وقرن فى بيوتكن) دومره ډېريې وژړل چي پوړنى په اوښكولوندسو ددې ټولودلايلوڅخه معلومه سوه چي دښځي امارت يامشرتوب جائزندى