ښاغلى صديقي درپېژنم
تانده اوغنم رنګه ځواني داستعدادماڼۍ دنوښت پرنيلي سپورښاغلى صديقي درښيم
اصلي نوم يي سردارمحمدقلمي نوم يي صديقي اودمعلم صديق الله خان زوى په ۱۳۶۸ ه ش كال دكندهارولايت دميوندپه والسوالى كي زيږېدلى په خټه باركزائى پلارنى ټاټوبى ئې دفراه ولايت دى .
ښاغلى صديقي تردامهاله غوټۍ ده اودعمريي ۲۲ پسرليه اووښتي دي .
ښاغلٰٰٰى صديقي واقعاَ يونوښتګرشاعراوليكوال دٰى په ټولنه كي دخدمت مصدردى.
دكم راهيسي چي زه صديقي پېژنم دادب پرمځكه دپښتودټيګښت ريښې غځوي اوپه خپله شاعرى كي هم هغه څه رانغاړي چي دغفلت په خوب بيده پښتانه ويښ وساتي .
ښاغلى صديقي يوه شعري ټولګه دخدايه ودان لرې دښكلوكلى په نوم هم له چاپه را ايستلې ډيره په زړه پوري ده اوددې كبله خوزيات مينه وال لري .
اونورپه سلګونوشعرونه يي ناچاپه دي دشاعرۍ زياته برخه يي حماسي اوعشقي ده.
ښاغلى صديقي اوس مهال له يوې ږغيږي رسنۍ سره كاركوي اوديوې چاپي رسنۍ صفارنامي مجلې دمديرت چاري په غاړه لري چي دهلمندادبي بهيرله خواچاپيږي.
ښاغلى ددومره مصرف تيا سربيره خپلي زده كړي هم مخته وړي اواوس دنرسنګ دڅانګي ددوهم كال محصيل دى .
كه د ښاغلى صديقي ځانګړتياوي سپړم فكرنه كوم چي ټوله ورځ دي يي پوره كړم
صرف دومره مي دضرورت په اساس وڅېړى چي ساسووخت ونه نيسم خداى دي وكړي چي دقناعت وړموګرځېدلي وي سرلوړى ژونداوتاندقلم ورته غواړم .
زماله طرفه يولورينه ده خداى دي وكړي چي وه ئې مني
(ته)
زماپه خيال خوكله كله ملايكه راځې
دزړه تركوره مي جانانه لكه څړكه راځې
دمحبت په كوراوكلي كي اوسېږې ياره
دزړه پرلارمي هره ورځ په مخه ځكه راځې
دخيال وزردي دسپوږمۍ تركوڅوورسوي
كله دستوروسره مل يي ګاهى پرمځكه راځې
كله دي يوسي رانه خيال په سېلابي څپوكي
كله شبنم غوندي مي غيږي ته نازكه راځې
په درنښت
عطامحمد(سېلاب)هلمند
دصديقي صاحب دشعربېلګه
نه په زحمت نه په سختي ماتيږي
زړونه ښيښې دي په نرمي ماتيږي
دې ميكده كي پرهرڅه سربېره
په سجدوباندي تندي ماتيږي
څه له ښېرې سپېره خزان ته كوو
دلته ګلان په پسرلي ماتيږي
دومره ضدولي كوې جاردي سمه
دشاعرزړه دي سم دستي ماتيږي
زموږچي دسترګوتورول ذده نه وو
خودموليموكي سلايي ماتيږي
(صديقي ) ستانوم وي دژبوپرسر
هروخت ګودرباندي منګي ماتيږي
غزل
يوورځ به مي خبر دزړده رازه سي جانان
بېرېږمه خداى مكړه چي ناراضه سي جانان
يوڅوك دتورورسترګودلحاظه سي جانان
يوچاچاته يوڅوك دډيره نازه سي جانان
هلمنده !كه داجنګ وو نويوورځ به داسي راسي
جلابه هم له ماهم له غمازه سي جانان
مازړه ورته ډالۍ كړپاي به څه ورسره وكړي؟
خبركه له دې دومره امتيازه سي جانان
بيريږم (صديقي) ورته قربان ويلاى نسم
رسوابه مي دميني له اوازه سي جانان