نعت

په ژوندکي چي يوڅوورځي مېلمه پرمدينه واى

دژونددغه نيمګړي ارمانونه مي پوره واى

 

په درکي ئې فقيرواى په ژړااوفريادونو

په خاوروسپېره سرمي دجانان پردروازه واى

 

خزان وهلى زړه مي د حبيب په وصل موړواى

ګريوان ته مي دسترګونه داوښکوقافله واى

 

دعشق په لمبوسوى ببرسراولڅي پښې واى

له کلى مسافرواى چي دياردوصل شپه واى

 

طالب واى مدرسه کي دصفې داصحابانو

بلبل واى په ريزونودجانان پرشنه روضه واى

 

پرزړه مي چلېداى رنګين شمال دياردکلي

پوره به عمري دارمانونونتيجه واى