دشعرنړى رښتياهم چي يوبېله دنياده.اودتفكرسترګي دومره ښايسته دي چي دتخيل پرسكرين دتخليق اوفطرت هركاڼى ملغلره هرغرسره زر اوهره دره دښكلاپه رنګونوسينګارښكاري واقعاْ كه سړۍ دملغلروپه ښاراودښكلاپه غروكي ګرځي نوضروربه دژبي په تارملغلري پيي اودهينداروپه دروكي به ديوه ښكلي انځورانعكاس ويني .
دانعمت اوداعطاچاراباندي لورولې ده ؟ دادحسن بادار،دزړونوواكدار،اودژوندسردار راكړې ده .ددې عطا شكر اداكول ددې نيمګړي انسان دوس خبره نه ده .
دالورينه دشعرويلو استعداد يادوم .چي خداى ج پرموږيوداسي خاص پيرزوينه كړې ده. نوراسئ چي دا استعداد داسي صرف كړوچي جامعې ته يي نېكه ثمره پاته سي .
دشعرليكل يوماشوم دى خوتربيه يي ديودډيرهوښيارپه لاس كي ده چي هغه عقل دى .ماشوم خوږاوتريخ نه پيژني ،اور او اوبه نه پيژني ،دښواوبدوتوپيرنه سي كولاى .
هركله چي څه ويني هغه ته لاس غځوي كه هغه ګټه وي كه زيان .
نولازمه ده چي داماشوم په قابوكي وساتواوسالمه روزنه وركړوترڅودازار ،تخريب،اوګناه سبب نه سي.
په درنښت
عطامحمد(سېلاب) هلمند
1390/11/27.
ليکني