دهلمندادبي بهيراونيزراپور
ليكونكى :ځلاندكاكړ
دروان كال ددلوي دمياشتي پر(۲۱)نېټه دجمعې مباركي په ورځ دهلمندادبي بهيردغونډوپه تالاركي دګڼ شمېرهلمندي ليكوالو،شاعرانواوفرهنګپالواودووتنوخوستي مېلمنوپه ګډون يوه بې ساري غونډه جوړه سوه ،دغونډ ي كوربه خوږژبى وياند،تكړه شاعرښاغلى شاولي (زيارمل)ؤنوموړي دغونډي پيلامه په داسي منظموالفاظووكړه چي دغونډي پرډيروبرخوالويې ژوره اغېزه وكړه
دقران شريف دڅومباركواياتونودتلاوت لپاره يې قاري محمدشيرين حقاني ته بلنه وركړه قاري صاحب دتلاوت پرمهال خپل ږغ داسي پورته كړچي دډيراورېدونكودزړه پاڼي يې ولړزولې
عبدالهادي عمري دراتلونكي اونۍ لپاره ويانداوراپورليكونكى معرفي كړل رفيع الله ايثارويانداومحمدزى سجاددراپورليكلوپه دنده وګمارل سو
دتيري اونۍ ګزارش دځوان ژورنالست تكړه ليكوال ،شاعرښاغلي سردارمحمدصديقي ولوستى صديقي ګزارش ته په ډېرماهرانه ډول دطنزخواږه ورګډكړي وه چي دغونډي ډېربرخوال يې وخندول
استادشامحمودحسرت ددريځ مخ ته په داسي حال كي ودرېدى چي دخپلي يوې تيري ليكني سپناوى يې كوى استادپه تېره اونۍ كي داخلاقوپېژندنه اخلاقي ارزښتونه په ټولنه كي داخلاقواهميت په هكله يوه مفصله اوپه زړه پوري ليكنه وړاندي كړې وه يوڅه چي استادقصدادغونډي دبرخوالوپام درااړالو په غرض غلط كړې وه هغه اخلاق داقال زېږنده ګڼل
استاديادسپناوى داسي وكړ
اخلاق دخلق جمع ده اوخلق دانسان باطني شكل دى يعني هماغه خوى اوعادت چي جمع يې اخلاق لكه چي دشيانوظاهري بڼي ته خلق وايي كه څه هم په عربي ادب كي خلق اوخُلٌق له يوې مادې څخه دي خودمعنى له پلوه يوله بل سره توپيرلري .
نوپه همدې اساس دانسان باطني صفات ملكي شته اوقدرت په نفس كي نېغ اورښتونى صفت دكاروړتيااوادراك چټكتياچي په تمرين سره دانسان په طبيعت كي پيداكيږي اوغريزي اخلاق نوميږي اوهغه كړه وړه چي دغوخلقياتورازيږي يااخلاقي چلندبلل كيږي اوپه يوه ټوليزه پېژندياتعريف كي ويلوشوچي دصفاتوهغه لړۍ چي دانسان په روح اونفس كي ثابته وي ريښې لري اودښواوبدوكارونودراټوكېدولامل ګرځي اخلاق نوميږي ))
ورپسې دهلمندادبي بهيرمشرښاغلى سيدمحمدحيرت ديوې لنډي ويناپه ترڅ كي دخوست ولايت څخه راغلومېلمنوته ښه راغلاست ووايه اودويناپه ورستيوكي يې داستادحسرت ديادپوهاوي څخه ننګه وكړه
الحاج محمداسمعيل شريعتيارپرهلمندي شاعرانوټينګاروكړچي دشعرمفهوم پېژندل دشعرليكلوڅخه ډېرغوره دى لومړى بايديوشاعردشعرمفهوم وپېژني اوبيادليكلوتكل وكړي هغه شاعران اسلام ته په سپكاوي تورن كړه چي اسلامي ارزښتزونه په پام كي نه نيسي ځلاندكاكړدنثردكړۍ وروستى ويناوال ؤځلاندكاكړدچمتوكړي رپوټ په وسيله دغونډي پرګډونوالوددومجلودخپراوي زېرى وكړ
دغونډي وروسته بر خه دمركزلښكرګاه اوولسواليوڅخه دراغلوشاعرانوپه شعرونورنګينه سوه
ددې برخي لومړى كس دنادعلي ولسوالۍ څخه راغلي شاعرمحمدقاسم حقاني ؤ حقاني په خپل شعركي دالفاظواوډون ته ځانګړې پاملرنه كړې وه ځكه ګډونوالوپه درنوچكچكوبدرګه كړ
ځوان شاعراحمدولي نعيمي دخپل شعرمحتوا دوطن پالني روحيه اودخوځنده فكرپيداكولوارمان ته غوره كړى ؤ
معلم محمدموسى يوسفزي په خپل شعركي په هيوادكي سته قومونه ټول ديوه زنځيركړۍ وبللې اوداتفاق په رامنځته كولويې ټينګاروكړپه داوروستيوكي بايديادونه وسي چي ديوسقزي صاحب يوه نوې شعري ټولګه هم له چاپه راوتلې ده
بااحساسه اوسپين ږرى شاعرعبدالحكيم مستري خپل يوشعرچي دسپرلي دښايستوپه ستاينه كي ليكلى ؤپه ترنم كي يې ګډون والوته وړاندي كړ
دبهيردوهم مرستيال محمدلايق سرفراز ديوې اوږدې غزلي په ويلوسره ګډونوال ذتصوف ژوروته له ځان سره بوتلل عصمت الله افغان دكندهار ديوه وتلي طنزيه شاعرعطامحمدبېباني اوږده قصيده ګډونوالوته وړاندي كړه چي ډېروستايل سو
عطامحمدسېلاب ديوې ډېري نوښتګري غزلي په لوستلوسره ګډونوال په يوډول مينه ناك درانه هيجاني حالت كي واچول دسېلاب ددې شعرترټولوستره ځانګړنه داوه چي لفظونه يې ديوامېل په بڼه غاړه غړۍ كړي وه دمشاعرې پدې برخه كي دخوست څخه راغلى شاعرفضل الحق سرورددريځ مخي ته راغلي دخوښۍ په څرګندولوسره يې دهلمندي فرهنګ پالورواني ادبي هڅي دستايلووړوبللې اوديوپراخه كتابتون پرجوړولويې ټينګاروكړپه وروستيوكي يې خپل يوپه زړه پوري شعرګډونوالووړاندكړ
قاري محمدشيرين حقاني ديوې اوږدې مرثيې په ويلودمشاعرې ګډونوال دخفګان په سيندلاهوكړل احمدقيس هاشمي دمثنوي په فورم كي يوه ډېره عبرتناكه اومينه ناكه كيسه وړاندي كړه هاشمي ياده مثنوي دپردۍ ژبي په نامه نومولې وه دهاشمي مثنوي ترډېره حده سمبوليكه وه خودومره په زړه پوري سمبولونه يې كارولي وه چي عام اوخاص په پوهېدل اوډېرى ګډونوال ګوته په غاښ ورته پاته سوه دناوې ولسوالۍ څخه راغلي درونداوپښتون شاعرښاغلى عبدالباري مليارلومړى يوڅلوريځه دبهيرددوغړوعبدالحكيم مستري اوخداي رحم صحرايي په توصيف كي دوى ته ډالۍ كړه اوبيايې يوه ښايسته غزل ګډونوالوته وړاندي كړه ښاغلى خداي رحم صحرايي درواني مشاعرې دولسم ګډون كونكى ؤچي خپل دوې څلوريځي يې ګډونوالوته وړاندي كړې رحمت الله قسمت خوارخپل راوړى شعرپداسي حال كي ګډونوالوته وړاندي كړچي ديوه تودهركلي سره مخ سو داپدې چي دى بهيرته راځي شاعردى خوشعرنه وايي دقسمت خوارغزل كه څه هم لنډه پنځه بيته وه خودمعنى اومفهوم په لحاظ ډېره پراخه وه عبدالاحدكيهان په خپل شعركي دماشمتوب يادونه كړې وه خوعاطفه ددې شعرترټولوځانګړنه وه اويوروڼ عاطفي احساس له ورايه پكي پروت ؤ رفيع الله ايثارله ډېرمودي وروسته خپل شعرددريځ پرسرپه ښواحساساتووړاندي كړزمرى بستي دهلمندي شاعرانوله جملې څخه هغه شاعردي چي پدې وروستيوكي يې دنوښت كيلي ترګوتوكړې ده اوپدې برخي كي يې زياتي هنري پنځوني كړي دي بستي په راوړي شعركي اندروني بيان كړى ؤ محمدزي سجادهم برخوالوته خپل دهنري قوت په موټ يوه په زړه پوري غزل وړاندي كړ
داستان ريپادده په اصطلاح لنډخواوږده غزل په خپل ښكلي اوازكي وړاندي كړ
درواني اوپيغام لرونكي شاعرۍ شاعرعبدالجليل پښتون ياريوه څلوريځه اويوه غزل وړاندي كړه صلاح الدين مخلص دالحاج همدردصاحب يوډېرښايسته شعرګډونوالوته وړاندي كړياسين الله حيران وارله مخي ټپيزه اوښكلې غزل ګډونوالوته وړاندي كړه هدايت الله حقمل په خپل شعركي مجازي ميني ته ترډېره حده ژمن پاته سوى ؤمحب الله عطايي درواني مشاعرې درويشتم ګډون كونكى ؤخودبلني په وخت كي په تالاركي موجودنه ؤراميش حسيني په خپل خواږه اوازكي دپښتون يارصاحب نعتيه كلام زمزمه كړمحمدامين لغماني په خپل شعركي جګړه اونفرت ډېرسخت وغندل پرافغانانويې دشعرله لاري ږغ وكړچي ترې ځان وژغوري كليوال شاعرعبدالقادركمين لومړى ټپيزه اوبيا يې يوه غزل وړاندي كړه شفيع الله شاكري په ډېرچابك ډول سره درې بيتونه وړاندي كړه عصمت الله سمسوردهلمندسيندته يواوږدنظم ليكلى ؤ له ياده يې ګډونوالوته وړاندي كړ عيسى محمداسيرخپل په غزل كي په ډېروخوږوالفاظويوځانګړى پيغام ارايه كړى دبيان ژبه يې دګل ترپاڼولاهم پسته وه عصمت الله صفت خپل دزړه غوټۍ ديوې څلوريځه اوغزلي ويلوسره ګل كړې سيدمحمدزهيرپه څرګندډول په خپل شعركي بې اتفاقي غندلې وه داتفاق په راوستلوكي يې ټينګاركاوه داهم ددې اونۍ پنځه غوره شاعران لالاخان خروټي په اذادشعركي ددردبيان په خوږه ژبه كړى ؤ چي ډيرګډونوال يې اغېزمن كړه محمدولي راهب په خپل شعرپرډېره عميقه لارسفركړى ؤ دشعرژبه يې زياته سمبوليكه وه تنكى ځوان شاعر خليل احمدخوشحال په خپل شعركي له رقيبه سرټكوى دنادعلي ولسوالۍ څخه راغلي شاعرجانان نجات مل په شعراولهجه كي ځانګړى اغيزدرلودى ځكه يې ګډونوال اغيزمن كړه
عبدالهادي الهام په خپل شعركي هجران په مخه كړى ؤ اوزړه ته ډاډوركولوسره يې غزل پاى ته ورسول
دغونډي دارزيابۍ لپاره يې مېلمه فضل الحق سرورټاكلى ؤ هغه دهلمندي شاعرانوشعرونه ټول خوښ كړه خوداحمدقيس هاشمي شعريې داونۍ غوره شعروباله اوغونډه په دعايه ويناپاى ته ورسېدل