مينه ګناه نده مينه دانسان سره مينه دايمان سره مينه دوطن سره مينه دحيوان سره اوبالاخره مينه ژوند سره يوژوندي انسان بايد حتمي مينه زړه کي ولري ٠ بي ميني زړه تورکاڼي دي اوبي ميني زړه دنفرت نه ډک دي نفرت ګناه ده نفرت پخپل ځان اوبل ظلم دي نفرت عذاب دي رنځ دي اوپه اخرکي نفرت غم دي دادونيادغم دپاره نده پيدا دا دونيادمخلوق دخوشحالي دپاره پيدادي دامخلوق بايد هغه کار وکړي چي په هغي دهغه وجدان ايمان اوبل انسان خوشحاله شي خوشحالي اودوستي منځ ته راوړي نومونږ بايدزر واري ووايوچي مينه ګناه نده ٠ مينه زمونږپه پس مانده ټولنوکي په غلط شکل تعبيراومعنی کيږي دميني کلمه دفحشاه په نوم استعماليږي حال داچي داغلطه ده مينه مينه ده يوتعداد مغرض اوتنګ نظرخلک ميني ته ګناه وائي٠ زمونږ په بدبخته افغاني ټولنه کي حتی دځوي اولوردواده کولوپه وخت کي هم پوښتنه نه کيږي اومشر چي هرڅه لازم وګڼي هغه کوي چي داپخپل ذات کي ظلم اوناروا دي ولورسيالي اوشريکي پري سرباري ده نارواده اودا ناروامونږه افغانان اګاهانه کووپه هرڅه پوهيږواوبيائي هم کوو٠ داحقوق بشر دښځوحقوق رياست دښځو وزارت داسمبوليکي اداري دي پدي اداروکي هغه څوک امريت کوي چي هغوي خپله ددي نهضت ضد دي ددي نهضت دپرزولو دپاره ئي کلونه کلونه بد تبليغ کړيدي نن دڅوکي اوامتيازدپاره دا امريت چلوي که داسي نه وي اوزماخبري غلطي و ي په افغانستان کي دښځو په حقوقو اوعزت زيات تيري شويدي عاملين ئي چاه نيولي ؟چاه بندي کړي ؟اوچا سزا ورکړيدي؟ دښځو دحقو رياست بايد ځواب ووائي دارياست غلط ګذارش ورکوي دروغ وائي دبيت المال پيسي پدي لاره کي نه مصرف وي شخصي جيبونوته اچوي اودا څوکي ئي بندي ساتلي دي داټولي جنګي جنايتکاراني دي ٠ رابه شم اصلي خبري ميني ته مينه ګناه نده بلکه ثواب دي ٠دتورواوتاريکونظرونوخاوندان چي دپرمختګ اوتمدن دښمنان دي هغوي نه غواړي انسان روا حقوق ولري اوانسان تمدن اوترقي وکړي اودانسان انساني کرامت ته احترام وشي دانسان غوښتني اونيوه کي دمسؤلينو غوږوته ورسوي که چا پدوي نيوه که وکړه نودوي اسانه وائي دا کافر دي بابا دڅه شي کافر څوک چي حق وائي وطن سره مينه احساس اوملي درد لري هغه کافردي څوک چي غلاکوي اختطاف کوي چورکوي چپاول کوي جنايتکاره وي رشوتخوروي عوام فريب وي قاچاقبروي وطنفروش وي هغه ښه مسلمان دي ٠ دحکومت واکدارانو بيت المال بانکونه خارجي کمکونه ټول شخصي جيبوته اچولي په خارج کي بانکونه ډک کړيدي د خوار اوغريب ولس دي خداي مل شي٠ کاشکي افغانان دخپلو خلکو اوخپل وطن سره مينه وکړي وطن ته سوله اوامنيت راوړي٠ په اخرکي خوشحال اوباعزته افغانستان غواړم٠ هرافغان چي وطن ته خدمت کوي خدايدي مل شي ٠انسانان بايد مينه وکړي په نفرت کي ګټه نشته ٠ وسلام ميامحمد بشريار