ته می یی الله

دربار ته ا ی خدایه له سوالوسره درځم
بښنه درنه غواړم له توبوسره درځم

ته می یی الله ته می خالق زه دی مخلوق یم
رامعاف کړی ګناهونه له زاروسره درځم

ټول عبادتونه ته یی قبول کړی پاکه ربه ج
پینځه وخته په ورځ کی له لمنځو سره درځم

زه تاته په سجده یم ستا ثنا سفت کومه
په دی بزرګه میاشت کښی له روژوسره درځم

ز(ه نوریه )چی ژاړمه دستا رضایت غواړم
په نیمه شپه کی پاسم له نفلو سره درځم