غزل  === شاعردلاورپردېس هلمند

زه دي دسپين مخ دخولودرياب كي خال نيسمه

دغه ماهى ستادخپرو زلفو په جال نيسمه

خداى دي هميش خپله دنيادښكلوډكه لري

زه به په غيږكي نازولى كليوال نيسمه

چي نه خفه سي نه جداسي نه دي وزوروي

زړګيه داځل درته داسي انډيوال نيسمه

پرګران مي ګران كه چي مي وساتي دزړه په كوركي

ربه پنځه وخته دي درته لاس په سوال نيسمه

پردېسه دومره دي ليدلو ته ليواله يمه

چي دمرغانو اوازونه اوس په فال نيسمه