پښتانه
پښتانه ديوه پلاره سره يودي سره يودي
ترامووترصفاره سره يودي سره يودي
كه دلردي كه دبردي په هرځاي كښي چي اوسيږي
تراټك وكندهاره سره يودي سره يودي
له تاريخه ئې په خټه اخښل سوى شجاعت دي
ټينګ په عزم لكه ګاره سره يودي سره يودي
په ښادۍ وغم شريك دي قربانيږي يوتربله
ټول دننګ لري دستاره سره يودي سره يودي
دنفاق دسوري بدوړي دګذارئې لېري ګرځه
پام هوښياروسه اغياره سره يودي سره يودي
خپل منځوكي كه هرڅومره وي خوابدي اوزړه شيني
دپردي ښكېلاك لپاره سره يودي سره يودي
ږغ ديون كوي دروېشه بېلتون نه غواړهڅكله
يومرام يوه تګلاره سره يودي سره يودي