نعت     عبدالهادي عمري

دمحمدمدنی يادپرزړه ملهم لګيږي

لكه شبنم چي پرګلاب په صبحدم لګيږي

 

لكه پسرلۍ چي پرخزان وهلوونوراځي

داسي ديارهريوصفت مي پرقلم لګيږي

 

رقيبه مه مي ګرځوه لدې مسيره څخه

دغه تڼاكي درملنه دقدم لګيږي

 

دغه ښكلاخوازلي ورته باري وركړې

تعريف دحسن ئي پرټول عرب عجم لګيږي

 

چي جنتي حوري يي حسن ته خجله سولې

نن مي پرزړه غشي دهغه محترم لګيږي

لږيي په ورو ورو ورته وايه صفتونه ديار

نسيمه دغه مي پټۍ پرهريوغم لګيږي

 

كه دي قبول كى ستاوصال ته عمري دلبره

دغه ارزومي پروجودستادكرم لګيږي