دهلمندي شاعرانوپه لړۍ كي درته الفت صاحب درپېژنو
ځوان شاعرامين الله الفت په ۱۳۶۸ل ل كال كي دهلمندولايت دنهرسراج ولسوالۍ دپوپلزوپه كلي كي دحاجي عبدالعلي په يوه دينداره كورنۍ كي زېږېدلى دى ښاغلي الفت صاحب عصري زدكړي ترنهم ټولګۍ پوري كړي دي خومتاسفانه چي دنوموړي څخه لانيمګړي پاته دي نوموړي په ۱۳۸۷كال كي شعرليكلوته مخه كړې ده چي اوس دهلمندادبي بهيريوفعاله غړى دى دشعريوه بېلګه پدې ډول ده
زروري په رشتيادي ديارسترګي
ځكه خوښي ډيري زمادي ديارسترګي
چي پرنيمه شپه يې زه له خدايه غواړم
راته ګراني په والله دي ديارسترګي
يوزه نه يم چي يې هره شېبه ستايم
صفت كړي هرملادي ديارسترګي
زه غريب چي خپل څهره ورپكښي ګورم
ياهنداره ده يادادي ديارسترګي
بس دى مامه ګرزوۍ پرطبيبانو
ماالفت لره دوادي ديارسترګي